د لاس رسي وړ اتصالات

کرام الدین کریم: د فوټبال نجونو پر ما بې اساسه تورونه لګولي


د افغانستان د فوټبال فدراسیون رئیس کرام الدین کریم د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې پر یو شمیر غړو د جنسي او فزیکي تیریو تورونه رد کړل.

ښاغلي کریم د دوشنبې په ورځ (دسمبر ٣١) د فرانسې د خبري اژانس سره په مرکه کې ادعا کړې چې دغو کسانو پرې پدې خاطر تور لگولی چې په اروپا کې یې د پناغوښتنې ومنل شي.

د ښاغلي کریم له لورې د افغان ښځینه ټیم د یو شمیر لوبغاړو په وړاندې د جنسي تیریو، ځورونې او گواښنې په اړوند د خپرو شویو ادعاو وروسته د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا د ښاغلي کریم دنده د ٩٠ ورځو لپاره وځنډوله، د افغانستان لویې څارنوالۍ هم د ښاغلي کریم په گډون د فدراسیون د څلورو کسانو دندې وځنډولې او هغوی یې ممنوع الخروج اعلان کړل.

ښاغلي کریم دغه ادعاوی "په کلکه" رد کړې او وویل "دا یوه دسیسه ده. د ثبوت لپاره هیڅ شواهد ندي وړاندې شوي، یواځې یو شمیر نامعلومو کسانو دا ادعاوی کړي چې مونږ په فدراسیون کې بدنامه کړي".

د بریتانیا د گارډین ورځپاڼۍ د تیرې جمعې په ورځ په یو نوي رپوټ کې د افغانستان د ښځو د فوټبال لوبډلې د جنسي او فزیکي ځورونې په اړه جزئیات خپاره کړل چې په کې یوې لوبغاړې ویلي ښاغلي کریم په سوک یې وهلې ده، تومانچه یې پرې ویستلې، د مرګ ګواښ یې ورته کړی او د خوب په یوه پټه خونه کې چې د هغه د دفتر نه لاره ورغلې، پر هغې جنسي تیری کړی دی.

ښاغلي کریم پدې مرکه کې ویلي چې "د یو پلاراو یو میړه په توگه غمجن شوی او دغه ادعاوی دردونکې دي". د هغه په وینا که "زما د لېرې کولو پلان یې درلود له نورو لارو چارو نه به یې استفاده کړې وای."

ښاغلي کریم ویلي دي چې د افغانستان د فوټبال د ښځو ټیم پخوانۍ لوبغاړې خالده پوپل چې اوس په ډنمارک کې ژوند کوي ددغو ادعاو په سر کې ده.

ښاغلی کریم وایي‏ چې پر هغه باندې لگیدلي تورونه د اردن په یو تمریني کمپ کې د خالدې پوپل سره د "نامناسب" لباس د اغوستلو پر سر د مناقشې نه سرچینه اخلي.خالده پوپل د جدي په ١٠ د دوشنبې په ورځ د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې په اردون کې په یو تمریناتي کمپ کې دوو افغان مقاماتو "لوبغاړې ( رواني او جنسي) ځورولې".

میرمن پول ادعا کوي چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون رئیس ددې فدراسیون د څه دپاسه ١٢ ښځینه او نارینو لوبغاړو سره جنسي او فزیکي ناوړه چلند کړی دی.

د افغانستان لویه څارنوالي دغه موضوع څیړي او ښاغلي کریم ویلي چې د افغانستان د لویې څارنوالۍ سره په پلټنو کې همکاري کوي.

XS
SM
MD
LG