د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه: د دوستم دوسیه باید بشپړه شي


پر دوستم تور دی چې خپل یو سیاسي مخالف سره یې جنسي زور زیاتی کړی دی
پر دوستم تور دی چې خپل یو سیاسي مخالف سره یې جنسي زور زیاتی کړی دی

اروپايي ټولنې ویلي دي چې هېڅوک باید له قانون څخه پورته نه وي او د جنرال دوستم دوسیه باید قانوني پړاونه بشپړ کړي.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې او ناروې د ماموریتونو مشرانو په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې افغانستان ته د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم په راتګ خبر شوي او هر څه څاري.

په اعلامیې کې د دغو مشرانو له خولې لیکل شوي دي چې د جنرال دوستم پر ضد قضیې کې دې د افغانستان د نافذه قوانینو بشپړ درناوی وشي.

اعلامیه همدغه راز د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې د افغانانو پر یوالي او ګډ کار هم ټېنګار کړی دی.

اعلامیې په صراحت نه دي ویلي چې د دوستم پر ضد کومې قضیې کې دي قانون پلی شي، خو پر هغه د خپل یو سیاسي سیال احمد ایشچي د جنسي ځورونې او ربړونې تورونه لګول شوي او دوسیه یې په څارنوالي کې ده.

جنرال دوستم شاوخوا دوه اونۍ مخکې په ترکیه کې له څه باندې یو کلن ځنډ وروسته کابل ته راستون شو. هغه له طالبانو سره د سولې د خبرو کلکه ننګه وکړه او له خپلو پلویانو یې وغوښتل چې په را روانو ټاکنو کې برخه واخلي.

هغه داسې مهال له ترکیې افغانستان ته را ستون شو چې د هغه یو نژدې او باوري کس نظام الدین قیصاري په فاریاب کې افغان امنیتي چارواکو ته د ګواښونو او سپکاوي له کبله نیول شوی او بندي شوی و.

د هغه پلویانو د شمال په ځينو ولایتونو کې مظاهرې پیل کړې وې، لارې او سړکونه یې تړلي وو، خو د دوستم له راتګ وروسته دا مظاهرې ختمې شوې

XS
SM
MD
LG