د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه کرونا سره مبارزې ته ۲۳۲میلیون ایرو ورکوي


د کرونا ویروس تر دې دمه سلګونه کسان مړه کړي
د کرونا ویروس تر دې دمه سلګونه کسان مړه کړي

اروپايي ټولنې د کروناویروس د مخنیوي او په دې برخه کې د نړیوالو هڅو د پیاوړتیا لپاره د ۲۳۲ میلیون ایرو مالي مرستې اعلان وکړ.

اروپايي ټولنې ویلي چې د دغو پیسو یوه برخه همدا اوس مختلفو برخو ته ځانګړې کېږي او په راتلونکو میاشتو کې به یې پاتې برخه هم برابره شي.

دغې ټولنې په یوې اعلامیه کې د اروپا کمېسیون د رئیس اورسولا ون در لین له قوله لیکلي: "د پېښو د شمېر زیاتوالي ته په پاملرنې، عمومي روغتیا په لومړیتوب کې ځای لري، که دا په اروپا، چین او یا بل هرځای کې د تیاریو د زیاتوالي لامل شي، نړیواله ټولنه باید سره همکاري وکړي".

همدا شان اعلامیې په اروپا کې د بیړني حالت د ځواب ویلو همغږۍ کوونکي او د بحراني وضعیت د مدیریت کمېشنر یناز لنارشیچ له خولې ویلي، چې د ۲۶۰۰ تنو په مړه کېدو سره، اوس په ټولو برخو کې له چمتوالي پرته بله لاره نشته.

هغه زیاته کړې ده: "زموږ د مرستو نوې کڅوړه د روغتیا نړیوال سازمان څخه د بودجوي ملاتړ په موخه ده، ترڅو هغه هېوادونه چې کمزوری روغتیایي سیستم لري شاته پاتې نشي. زموږ هدف په نړیواله کچه د دغې ناروغۍ د پراخېدو مخنیوی دی".

د اروپايي ټولنې د ۲۳۲ میلیونه ایرو مرستو له شمېرې به ۱۱۴ میلیونه یې د کروناویروس سره د مبارزې لپاره د روغتیا نړیوال سازمان ته ورکړل شي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنۍ استازولۍ ویلي، چې افغانستان به هم له دغې مرستې برخمن شي.

د افغانستان د روغتیا وزارت په دغه هیواد کې له کروناویروس سره د مبارزې لپاره د ۲۰ میلیون ډالرو بودجې اټکل کړی دی.

د افغانستان د روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز ویلي، دغه وزارت له کروناویروس سره د مبارزې لپاره اوس ۵ میلیونه ډالر په واک کې لري، چې دوه میلیونه یې افغان حکومت او درې میلیونه یې د روغتیا نړیوال سازمان ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG