د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا ویروس؛ افغانستان له ایران سره بېرته خپل سرحد پرانیست


د افغانستان او ایران بندر
د افغانستان او ایران بندر

افغانستان له ایران سره بېرته خپل سرحد پرانیست او هوايي او ځمکني پروازونه یې بیا کړل.

افغان حکومت د یکشنبې په ورځ د کروناویروس د انتقال د مخنیوي په هدف له ایران سره تګ راتګ بند کړی و.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل ویلي چې د کروناویروس د کاري کمېټې د پرېکړې په اساس به له ایران سره تګ راتګ د نیول شوو طرزالعملونو په اساس کیږي.

ښاغلي فیصل نن سې شنبه پر خپل ټوېټر لیکلي:"د كرونا وايروس د كاري كمېټې له فیصلې سره سم به د ایران سره د مسافرت لړۍ د روغتیا د نړیوال سازمان د صحي لارښوونو په نظر کي نیولو، د روغتیا وزارت د کنټرولي اقداماتو په تطبیق او د بهرنیو چارو وزرات سره په تفاهم مخته ولاړه شي. اوس د پولي دواړو غاړو کي مسافرین تګ راتګ کولای شي."

په هرات کې له ایران سر پر پوله اسلام قلعه بندر کې افغان روغتیايي ټېمونو هم تائید کړې چې د سه شنبې په سهار (فبروري۲۵) سلګونه افغان کډوال چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي له ایرانه هرات ته داخل شوي دي.

افغانستان د کرونا پېښې

په هرات کې له کرونا ویروس سره د مبارزې روغتیايي ټېم مشر داکټر نور احمد محمدي امریکا غږ ته وویل چې له ایران څخه افغان کډوال یوازي تر روغتیايي معایناتو وروسته هیواد ته داخلېدای شي.

بلخوا د هرات د روغتیا رئیس ډاکټر عبدالحکیم تمنا له امریکا غږ سره مرکه کې له ایران څخه افغانستان ته د را ستېدونکو کډوالو په اړه اندېښنه وښودله. هغه وویل چې له ایران څخه د را ستنېدونکو کډوالو د معایناتو لپاره کافي امکانات نه لري.

د افغانستان د روغتیا وزارت پرون دوشنبه په هرات ولایت کې د کروناویروس د یوې مثبتې پېښې ثبتېدو خبر ورکړ. د روغتیا وزارت سلاکار او ویاند ډاکټر وحیدالله مایار امریکا غږ ته وویل چې په دغه ولایت کې د کرونا اوه نورې مشکوکې پېښې هم ثبت شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د مشکوکو پېښو له ډلې څلور یې تر څېړنو وروسته منفي معلومي شوي او د درې نورو نتیجه سبا چهارشنبه معلومیږي.

د کرونا ویروس له ویري په هرات کې له تېرې شنبې راپدېخوا بېړنی حالت اعلان شوی دی. بلخوا د غور والي ناصر خاضع هم نن سې شنبه په دغه لایت کې د کرونا د یوې مشکوکې پېښې ثبتېدو خبر ورکړ.

نوموړي زیاته کړه چې دغه کس تر قرنطین وروسته د غور ولایت مرکزي روغتون ته لېږدول شوی دی.

XS
SM
MD
LG