د لاس رسي وړ اتصالات

د غني او عبدالله ترمنځ د جوړجاړي لپاره د خلیلزاد هڅو ولې نتیجه ورنکړه؟


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د لوړې له مراسمو مخکې د غني او عبدالله ترمنځ د روغې جوړې لپاره د هغه هڅې د مختلفو لاملونو په سبب بې‌نتیجې پاتې شوي.

ښاغلي خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ د مارچ په ۱۱مه (کب ۲۱) له طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل چې د غني او عبدالله ترمنځ یې د روغې جوړې لپاره زیاتې هڅې وکړې، خو پر وینا یې وخت کم او مسایل زیات وو.

هغه وویل: "په هماغه ورځ چې لوړه وشوه د سهار تر څلورو بجو په بحث کې وو، د ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ لیدنه هم وشوه، خو په خواشینۍ سره نتیجې ته ونرسېدو".

د ښاغلي خلیلزاد پر وینا چې دا "ښه کار نه وو" او زیاته یې کړه چې دواړه خواوې (غني او عبدالله) د ستونزې د حل لپاره خبرو ته تیار دي "موږ په دې بوخت یو چې یوه لاره پیدا شي او باید یوه لاره پیدا شي".

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي هیله وښوده چې غني او عبدالله د دې ستونزې د حل لپاره اراده ولري؛ ځکه چې د هغه پر وینا دا د نړیوالې ټولنې غوښتنه ده او د سولې خبرو ته په پاملرنې په دې شرایطو کې د دواړو مشرانو ترمنځ سیاسي هوکړې ته اړتیا ده.

ښالي خلیلزاد زیاته کړه: "د سولې لپاره یو فُرصت ترلاسه شوی دی، داسې ونشي چې خدای مه کړه دغه اختلاف د افغانستان په دې تاریخي فُرصت منفي تاثیر وکړي".

دغه امریکايي دیپلومات خبرداری ورکړ که وضعیت همداسې دوام وکړي، ښايي پر امنیتي وضعیت، د حکومت پر اوسنیو تشکیلاتو او د سولې پر بهیر منفي تاثیر وکړي.

د هغه پر وینا له دې وړاندې عبدالله عبدالله ته د سولې د عالي شورا د ریاست او په حکومت کې د هغه پلویانو ته د ونډې ورکولو وړاندیز شوی وو، خو نوموړي په دې وړاندیز قناعت ونکړ.

ښاغلي خلیلزاد ټینګار وکړ چې له دغو اخلافاتو سره دواړه خواوې باید د افغانستان ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي.

په عین حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د پنجشنبې په ورځ له ښاغلي عبدالله سره په لیدنه کې په یو ټول‌شموله حکومت کې د افغان مشرانو د راغونډیدو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

ښاغلي یاماموتو د یو داسې حکومت جوړول چې ټولو خواو ته د منلو وړ وي له طالبانو سره د سولې د خبرو مرکچي پلاوي د جوړولو لپاره مهم بللی دی.

غني او عبدالله د دوشنبې په ورځ د افغانستان د جمهور رئیس په توګه لوړې وکړې.

د اخلافاتو په دې لړۍ کې ښاغلي غني تیره ورځ په یو فرمان کې د افغانستان اجرائیه ریاست لغوه کړ، خو ښاغلي عبدالله یې په غبرګون کې وویل، چې اشرف غني د افغانستان جمهور رئیس نه دی او فرمانونه یې هم د اعتبار وړ نه دي.

XS
SM
MD
LG