د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا: افغانستان کې د موازي ادارې په اړه اندېښنه لرو


بریتانیا وايي په افغانستان کې د رامنځته شوي موازي ادارې په اړه اندېښنه لري او زیاتوي باید ټول ښکېل اړخونه په رغوونکي ډول رامنځته شوي اختلافات حل کړي.

"موږ د موازي ادارې رامنځته کولو سره اندیښمن یو او په ټولو اړوند اړخونو غږ کوو چې راټول شي او اختلافات په رغنده توګه حل کړي."

تېره ورځ محمد اشرف غني د پنځو نورو کلونو لپاره د افغانستان د منتخب ولسمشر په توګه د لوړې مراسم تر سره کړل چې ورسره جوخت عبدالله عبدالله هم په سپېدار ماڼۍ کې خپل د لوړې مراسم ونیول.

په کابل کې د بریتانیې سفارت نن سې شنبه «کب۲۰مه» ویلي چې له رامنځته شوي فرصت څخه په استفادې د افغانستان د ولسمشر په توګه له ښاغلي غني او د هغه له حکومت سره همکارۍ ته چمتو دي.

د یاد سفارت په اعلامیې کې راغلي:"د افغانستان د ولسمشر په صفت د محمد اشرف غني د لوړې تر مراسمو وروسته، موږ د رامنځته شوي فرصت څخه په هر کلي له هغه او د هغه له حکومت سره همکاري کوو او په افغانستان کې د روانې جګړې ختمولو په هدف یې له هڅو ملاتړ کوو."

دغه سفارت همدارنګه ویلي چې د یو ټول شموله حکومت رامنځته کېدو په هدف د ولسمشر غني د ژمنې هر کلی کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د لوړې مراسمو پرمهال وویل چې د هغه حکومت به هر اړخیزه وي او یوازې به د «دولت جوړونکي» ټېم پلویان پکې شامل نه وي.

بریتانیې ویلي د یو سوکاله او باثباته افغانستان ملاتړ کوي.

بلخوا په افغانستان کې د کاناډا سفیر ډیوي میډکلیف هم د خپل هیواد په استازیتوب محمد اشرف غني ته د افغانستان د ولسمشر ټاکل کېدو په مناسبت مبارکي ویلو ترڅنګ له ټولو افغان سیاسي مشرانو غوښتي چې د افغانستان ګټې په نظر کې ونیسي او سولې ته لومړیتوب ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې په افغانستان کې د موازي حکومت له رامنځته کېدو سره مخالف دي.

XS
SM
MD
LG