د لاس رسي وړ اتصالات

اندونیزیا کې د انتخاباتي نتایجو ضد مظاهرو کې شپږ تنه وژل شوي


د اندونیزیا د ټاکنو کمیسیون اوسنی ولسمشر بریالی اعلان کړی خو مخالف سیاستوال یې نه مني
د اندونیزیا د ټاکنو کمیسیون اوسنی ولسمشر بریالی اعلان کړی خو مخالف سیاستوال یې نه مني

په اندونیزیا کې چارواکي وایي د مظاهره چیانو او پولیسو ترمنځ نښتې کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي. مظاهره د چهارشنبې په ورځ (مۍ۲۲) وشوه.

د اندونیزیا په پلازمینه جاکرتا کې له هغې ورسته د مخالف سیاسي مشر زرګونو پلویانو مظاهرې وکړې چې د دغه هېواد د انتخاباتو کمیسیون په ولسمشریزو ټاکنو کې د اوسني ولسمشر جوکو ویدودو د بري اعلان وکړ.

هلته د مۍ په ۱۷ ټاکنې شوې وې او کمیسون وايي چې ولسمشر ویدودو خپل سیال متقاعد جنرال پرابو سبیانتو ته ماتې ورکړې ده.

پولیسو لسګونه مظاهره کوونکي نيولي دي او د جاکرتا د ښار په ځينو برخو کې موټرې او ټایرونه هم سوځول شوي دي. هلته د امریکا او استرالیا سفارتونو امنیتي اعلامیې هم خپرې کړي دي.

چارواکو پر ځینو انلاین خدمتونو او ټولنیزو رسنیو هم محدودیت لګولی دی چې د پاروونکو او دروغو خبرونو او معلوماتو د خپرېدو مخه ونیول شي. د اندونیزیا د ملي پولیسو مشر تیتو کارناویان خبریالانو ته د شپږو کسانو وژل تاید کړل خو دا یې رد کړ چې ګنې مسولیونو پرې ډزې کړي.

د اسوشیتدپرس د هغه له خولې لیکلي دي چې ځینې وژل شوي په مرمیو لګېدلې او د ځینو په بدنونو دوه درې ځایونه زخمونه لیدل کیږي خو وايي چې دا قضیه باید روښانه شي.

مخالف سیاستوال سبیانتو ویلي دي چې د ټاکنو د پایلو پر ضد به محکمې ته عریضه وکړي. هغه په ۲۰۱۴م کې هم انتخابات بایللي وو او محکمې ته یې عریضه کړې وه چې دعوه یې وبایلله.

هغه ادعا لري چې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوې دي او له همدې کبله به خلک په ټولې اندونیزیا کې مظاهرې وکړې.

XS
SM
MD
LG