د لاس رسي وړ اتصالات

د اندونیزیا سونامې او زلزلې کې د مړو شمېر تر۸۰۰ پورته شو


د ۲۰۰۴ کال په سونامې کې لسګونه زره کسانمړه شول
د ۲۰۰۴ کال په سونامې کې لسګونه زره کسانمړه شول

په اندونیزیا کې چارواکي وېره لري چې د زلزلې او سونامي له کبله به د مړو شمېر زرګونو کسانو ته ورسیږي.

د ژغورنې عملیات روان دي او یو شمېر خلک تر خاورو لاندې او ځینې نور ورک دي. د ريکتر په کچه د ۷،۵ درجې له زلزلې وروسته د پالو په ښار کې د سمندر اوبه په څپو شوې او ۲۰ فوټه پورته شوې. په همدغه ښار کې دوه هوټلونه لاندې شوي او یو شمېر کسان په کې ورک دي.

د اندونیزیا ولسمشر ویدودو د یکشنبې ورځ (سپتمبر۳۰) د دغې سیمې لیدو ته ورغلی. هغه وویل چې ستونزې ډېرې دي او باید ډېر کار وشي خو حالت او شرایط اجازه نه ورکوي.

د ژغورنې یو مامور یوسف د مېټرو تلویزون ته وویل چې ډېرو خلکو د خپلو عزیزانو د ورکېدو په اړه ورته معلومات ورکړي دي. دی وایي یو شمېر کسان تر ویجاړو شویو ودانیو لاندې دي.

پر دغه ښار سربېره په ډنګالا او نورو سیمو کې هم خلکو ته زیانونه رسېدلي دي.

د اندونیزیا د ولسمشر مرستیال وايي چې ښايي د مړو شمېر زرګونو ته ورسيږي. په همدې حال کې د اندونیزیا د بېړنیو چارو سره د مبارزې د ادارې ویاند نګروهو ویلي دي چې د ډېرو سیمو څخه لا معلومات نلري، ځکه چې تماسونه نشته، برېښنا پرې شوې ده او چارواکي نه پوهیږي چې هلته څه روان دي.

په ورک شویو کسانو کې یو شمېر بهرنیان هم شته دي چې درې فرانسویان، یو د جنوبي کور او یو د مالیزیا دي. همدا څو میاشتې مخکې په اندونیزیا کې په یوې زلزلې کې څه باندې ۴۵۰ کسان مړه شول.

په اندونیزیا کې تر دې مخکې هم یوه سونامي راغلي وه. د ۲۰۰۴ کال په سونامې کې په اندونیزیا کې شاوخوا لسګونه زره کسان مړه شول.

XS
SM
MD
LG