د لاس رسي وړ اتصالات

د اندونیزیا سونامي ۳۷۳ وژلي او ۱۴۰۰ ژوبل کړي


د "کراکاتوا" اورغورځونکې سیمه

د اندونیزیا مرگوني سونامي ۳۷۳ تنه وژلي او څه دپاسه ۱۴۰۰ تنه نور یې ژوبل کړي دي.

اندونیزیایي مقاماتو ویلي چې ښایي د مرگ ژوبلې کچه به له دې هم لوړه شي ځکه تر اوسه ١٢٨ تنه نور بې درکه دي.

د جاوا ولایت په لویدیځ او د سوماترا ولایت په جنوب کې لا هم د ژغورنې هڅې روانې دي. دغه سیمې سونامي سختې ځپلې دي.

په اندونیزیا کې سونامي د شنبې په ماښام رامنځ ته شو. د پوهانو او ځمکه پیژندونکو په وینا دا سونامي د سمندر په تل کې د ځمکې خویدلو او د "کراکاتوا" اورغورځونکي غره د فعالیت په وجه رامنځ ته شوی چې د نړۍ تر ټولو فعال اورغورځونکی ټاپو گڼل کیږي.

په ساحلي سیمو کې په سلگونو کورونه او هوټلونه تاواني شوي دي. اندونیزیایي مقامات وایي ځپل شویو سیمو ته ډاکتران، اکمالات او روغتیایي تجهیزات استول شوي دي.

دا په روان کال کې په اندونزیا کې دوهم وژونکی سونامي دی. د سپتمبر په میاشت کې ددې هیواد په سولاویسي جزیره کې قوي زلزلې یو سونامي رامنځ ته کړ چې څه دپاسه ٢٥٠٠ کسان یې ووژل او ٧٠ زره کسان یې بیځایه کړل.

د اندونیزیا مترولوژي، هواپیژندنې او جیوفزیک ادارې ویلي چې د کراکاتوا اورغورځونکی غر اوس هم فعاله دی او ددې سیمې شاوخوا اوسیدونکو ته یې خبرداری ورکړی چې هلته له تللو ډډه وکړي.

د کراکاتوا اورغورځونکې سیمه ۳۰۵ متره لوړه ده او د ١٨٨۴ کال د خطرناکه اورغورځونې وروسته رامنځ ته شوې چې د اندونیزیا په تاریخ کې تر ټولو وژونکی اورغورځونکی گڼل شوې ده.

د ۱۸۸۳ کال په پیښه کې څه دپاسه ۳۰ زره کسان وژل شوي وو او داسې ایرې او دوړې یې اسمان ته پورته کړې وې چې رڼا ورځ یې شپه کړې وه.

اندونیزیا چې د ١٧ زره جزیرو نه جوړه شوې، ۲۶۰ میلیونه نفوس لري او د اورغورځونې د لیکې پر مسیر پرته ده چې ورته "د اور کړۍ" ویل کیږي.

XS
SM
MD
LG