د لاس رسي وړ اتصالات

ایران یو اسرائیلی د جاسوسۍ په تور په اعدام محکوم کړ


تصویر له ارشیف څخه اخیستل شوی او په دې خبر پورې اړه نلري
تصویر له ارشیف څخه اخیستل شوی او په دې خبر پورې اړه نلري

ایراني چارواکي وايي د اسرایلو هغه وکړی یې په اعدام محکوم کړ چې په خبره یې د لسګونو ایراني مهمو چارواکو په اړه یې جاسوسي کوله.

د ایران قضایه قوې ویب پاڼې – میزان انلاین – د تهران د څارنوال عباس جعفري دولت آبادي له قوله لیکلي دي چې مشکوک کس د شاوخوا دیرشو ایراني اشخاصو په هکله معلومات د اسرائیل د استخباراتو ادارې – موساد – ته ورکړیدي.

پدې دیرشو کسانو د اتومي علومو د انجینر ماجد شهریاري او فزیک پوه مسعود علي محمدي نومونه هم دي چې په ۲۰۱۰ کال کې د بم په چاودنو کې ووژل شول.

په محکوم دا تور هم دی چې د اسرائیلو د استخباراتو د ادارې د اتو غړیو سره یې څو ځله کتلي دي.

د میزان انلاین په خبر کې د هغو دیرشو کسانو په هکله چې مشکوک شخص یې د اسرائیل استخباراتو ته په هکله معلومات ورکړي، ویل شوي چې د څیړنې، پوځ او اتومي پروژو کې کار کاوه.

په خبر کې همدارنګه ویل شوي چې مشکوک شخص د اسرائیل استخباراتو ته معلومات د پیسو او په سویډن کې د میشت کیدو په بدل کې ورکړیدي خو نور جزیات یې ندي ورکړي.

XS
SM
MD
LG