د لاس رسي وړ اتصالات

ایرانی پلاوی د افغان کډوالو د غرقېدو پېښې څیړلو لپاره کابل ته ورسېد


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ایران یو جیګپوړی دپلوماتیک پلاوی په سیند کې د افغان کډوالو د غرقېدو پېښې د څیړلو لپاره کابل ته رسېدلی او د بهرنیو چارو وزارت له سرپرت محمدحنیف اتمر سره یې لیدلي دي.

ټاکل شوې چې ایرانی پلاوی د څیړنو په بهیر کې حضور ولري او د پېښې په تړاو د حقایقو په موندلو کې له افغان حکومت سره همکاري کړي.

ښاغلي اتمر په دې لیدنه کې د ګډو تحقیقاتو په تړاو د ایران دولت د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې او ویلي یې دي: "د دغو تحقیقاتو هدف د حقایقو موندل، عاملینو ته یې د قانون له مخې رسیدنه او د لازمو تدابیرو نیول دي ترڅو په راتلونکي کې دې ته ورته پېښو چې ښايي د دواړو هېوادونو پر ښو اړیکو اغیزه وکړي د رامنځ ته کېدو مخنیوی وشي"

د ایرنا خبري آژانس د راپور په اساس د ایران د بهرنیو چارو وزارت حقوقي مرستیال محسن بهاروند او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیراستازي سید رسولي موسوي په دې پلاوي کې شامل دي.

محسن بهاروند دا پېښه غندلې او له افغان لوري سره یې ژمنه کړې چې هیواد به ی په ګډه له افغان حکومت سره پېښه وڅیړي ترڅو عدالت تامین شي.

د افغانستان د بهرنیو چاروزارت ویلي چې د ایراني پلاوي مشر ته د پېښې په تړاو سندونه سپارل شوي او ټاکل شوې چې په اړه یې تحقیقات وکړي او نتیجه يې له افغان لوري رسره شریکه کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه دیپلوماتیک پلاوی به د یادې پېښې د څیړلو په بهیر کې حضور ولري او له افغان حکومت سره به همکاري وکړي.

په سیند کې د غرق شویو افغان کډوالو د پېښې په تړاو ترسره شوې څیړنې ښيي، لسګونه افغان کډوال چې د روان لمریز کال د غويي په ۱۳مه د ایران خاورې ته دننه شوي وو، لومړی شکنجه شوي او بیا اړ شوي چې ځانونه سیند ته ګوزار کړي.

د افغان حکومت له خوا د ټاکل شوي پلاوي رئیس محمد حمید طهماسي ویلي، د غرق شویو کډوالو شمېر ۴۶ تنو ته رسېږي چې له دې شمېرې ۱۲ تنه یې مړه شوي، ۱۷ تنه ورک دي او ۱۷ نورو ځانونه ژغورلي دي.

خو د ایران دولتي خبري آژانس ویلي چې د سندونو او شواهدو په اساس د ایران پر پولو داسې کومه پېښه نه ده شوې.

د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني چې په‌خپله د دغې پېښې د څیړلو بهیر له نژدې څاري ویلي دي چې دا مسله د نړیوالو اصولو او قوانین په اساس څیړل کېږي.

XS
SM
MD
LG