د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې ملکیانو ته وسلې ورکړل شوې چې د شیعه ګانو جوماتونه وساتي


څه باندې ۵۰۰ وسلې وېشل شوې چې د ۱۰۱ جوماتونو او تکیه خانو امنیت وساتل شي
څه باندې ۵۰۰ وسلې وېشل شوې چې د ۱۰۱ جوماتونو او تکیه خانو امنیت وساتل شي

چارواکي وايي په کابل ښار کې د جوماتونو او مقدسو ځایونو د امنیت لپاره یې له ۵۰۰ څخه زیاتې وسلې د سیمې په خلکو ویشلې دي.

په کابل ښار کې د شیعه‌ګانو پر جوماتونو د داعش له یو لړ خونړیو بریدونو وروسته د افغانستان د شیعه عالمانو شورا د خپلو جوماتونو او تکیه خانو د امنیت حکومت ته یوه طرحه وسپارله چې بیا د افغانستان د ملي امنیت شورا تائيد کړه.

د دغې طرحې له مخې اوسمهال د کابل ښار په مختلفو سیمو کې څه باندې ۵۰۰ ځوانان په وسلو سمبال شوي چې د جوماتونو او تکیه‌ خانو امنیت ساتي.

د کابل د پولیسو امنیتي مرستیال جنرال محمد صادق مرادي امریکا غږ اشنا ته وویل، چې دا کسان د کابل ښار په ۱۰۱ جوماتونو کې ګومارل شوي او د پولیسو په مرسته د جوماتونو امنیت ساتي. هغه وايي ۸۶ جوماتونه د شیعه‌ ګانو او نور یې د سنيانو دي.

ښاغلي مرادي وویل "د اهل تشیع د مشرانو او عالمانو د غوښتنې او د امنیت شورا د پریکړې پر بنسټ، په یو شمیر لویو او جامع جوماتونو کې د امنیتي تدابیرو لپاره، سیمه‌ییز پولیس چې د همغو سیمو دي، ورته د کورنیو چارو وزارت وسلې ورکوي او یو اندازه معاش هم ورته ورکول کیږي".

هغه د وسلو او هغو ځوانانو د شمیر په اړه معلومات ورنکړل، چې په وسلو سمبال شوي دي. د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش او د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه په دې اړه له امریکا غږ سره له خبرو کولو ډډه وکړه.

د کابل د ولایتي شورا غړي عبدالاحمد علي یزدان پرست، چې د جوماتونو د کمیټې غړی هم دی، امریکا غږ آشنا ته وویل، په ۱۰۱ جوماتونو کې پر ۵۰۵ تنو وسلې ویشل شوي دي.

ښاغلي یزدان‌ پرست وویل "هغه ۵۰۵ تنه چې معرفي شوي وو، د محرم په اومه نیټه له اړوندو حوزو څخه خپلې وسلې او نور تجهیزات ترلاسه کړل. کوم تجهیزات چې د یو سرتیري حق کیږي هماغه دوی ته هم ورکول کیږي".

د کابل د ولایتي شورا دغه غړي زیاته کړه، په هغو جوماتونو کې چې له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي، پنځه تنه ځوانان په وسلو سمبال شوي دي. د ښاغلي یزدان‌پرست پر وینا، دغو کسانو ته د افغانستان حکومت هره میاشت تر ۶۵۰۰ افغانۍ معاش ورکوي.

د الزهرا په نوم د یو جومات تازه ګومارل شوي ساتونکي حُسین سخي‌ زاده امریکا غږ آشنا ته وویل، حکومت د هر جومات د ساتلو لپاره د سیمې اوسیدونکو ته پنځه میله وسلې ورکړې دي. د روژې په میاشت کې د الزهرا پر جومات باندې د داعش ډلې برید کړی وو.

دغه وسله‌وال چاته مسول دي؟

د کابل د ولایتي شورا غړی ښاغلی یزدان‌ پرست وايي، چې دغه کسان د سیمه‌ ییزو پولیسو په چوکاټ کې فعالیت کوي او په کابل ښار کې د خپلو سیمو اړوندو امنیتي حوزو ته ځواب‌ویونکي دي.

هغه وویل "ولسي پاڅون‌کوونکي په دې چوکاټ کې دي او خپلو اړوندو سیمو او حوزو پورې تړاو لري". خو تراوسه د افغانستان امنیتي ادارو څه نه دي ویلي.

د جلب او جذب څرنګوالی

ښاغلی یزدان‌ پرست وايي، دغه شمیر کسان د ګذر وکیلانو، د سیمې د مشرانو او د جوماتونو د امامانو په سلا مشورې د افغانستان کورنیو چارو وزارت ته معرفي شوي دي.

د یزدان‌پرست پر وینا، دغه کسان د کورنیو چارو وزارت په بایمویتریک سیستم کې هم شامل شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې پر وسلو سمبال شوي سیمه‌ييز خلک یواځې د جوماتونو د امنیت ټینګولو مسولیت نه لري، بلکې د سیمې د خلکو او امنیتي ځواکونو تر منځ به د یو پُل په توګه عمل کوي او د شکمنو کسانو د پیژندګلوۍ په برخه کې به له امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG