د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د نوي مالي کال لپاره مو بودجه ترتيب کړې ده


د طالبانو د ماليې وزارت وياند احمد ولي حقمل وايي ماليې وزارت د راتلونکي ۱۴۰۱ لمريز کال لپاره بودجه ترتيب کړې ده٠

ښاغلي حقمل د افغانستان له ملي تلوېزيون سره په مرکه ويلي چې ياده بودجه له داخلي منابعو څخه ترتيب شوې ده٠

هغه ويلي: "د راتلوونکي کال لپاره مو بودجه اماده کړې ده ٠٠٠کار پر شروع دى تقريبا د ماليې وزارت لخوا يې کار خلاص شوى دى٠ دا په تيرو دوو لسيزو کې اول ځل دى چې افغانستان کې يو حکومت داسې بودجه جـوړوي چې تکيه يې پر خارجي مرستو نه ده٠"

د ښاغلي حقمل په وينا عادي او پراختيايي بودجه ټوله له داخلي منابعو څخه چمتو شوې ده٠

د نوموړي په وينا له يادې بودجې څخه به هيواد کې کمې خو اغېز لرونکي پروژې تمويل شي٠

د ماليې وزارت وياند ونه ويل چې د نوي کال لپاره څومره بودجه ترتيب شوې ده٠

هغه وويل چې ياده بودجه د تصويب لپاره د رياست الوزرا دفتر ته ځي او وروسته به د وزيرانو شورا لخوا تصويب شي٠

د يادونې وړ ده چې د محمد اشرف غني په مشرۍ د تير حکومت لخوا د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې لپاره ۴۷۳ میلیارد او ۴۱ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې وې٠

د يادې بودجې ۳۱۱ میلیارد یې عادي او ۱۶۱ میلیارد یې پراختیايي بودیجه وه٠

د تير حکومت د چارواکو له قوله د يادې بودجې شااوخوا نيمايي يې له بهرنيو منابعو څخه تمويل لېدل٠

د دې تر څنګ د تير حکومت بودجې تر نيمايي زياته يې پر جګړې لګېدله٠

د طالبانو د ماليې وزارت پر داسې مهال د نوي مالي کال لپاره د بـودجې د چمتووالي خبر ورکوي چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکميت وروسته د دغه هيواد د اقتصادي وضعيت خرابېدو او بشري ناورين په اړه راپورونه ورکړل شوي دي٠

XS
SM
MD
LG