د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا څخه افغانستان ته د پیسو حواله؛ طالبانو یې هرکلی وکړ


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویسترن یونین او مني ګرام له لارې افغانستان ته د پیسو استولو په اړه د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د پرېکړې هر کلی کړی دی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې یاد پروګرام د دې لپاره تر لاس لاندې نیول شوی ترڅو خلک وکولای شي په دوامداره توګه په افغانستان کې له خپلو کورنیو سره مرسته وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۱۲ (لېندۍ ۲۱) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دا یو ښه اقدام دی تر څو بهیر مېشتي افغانان د ویسترن یونین او مني ګرام له لارې پیسې ولېږي.

نوموړي زیاته کړې: "د امريکا ماليې وزارت له خوا بانکونو ته شپاړسم جنرل لایسنس صادرول يو ښه اقدام دی چې وس بهرميشت افغانان کولای شي خپلو کورنيو ته د ويسټرن يونين، منېګرام او نورو بانکي لارو پيسې وليږي.موږ ددې پرمختګ ستاينه کوو او هيله لرو چې افغانانو ته د نړيوال بانکي نظام په ټولو برخو کې د لاسرسي حق ورکړل شي."

دا اقدام پر داسې مهال کیږي چې افغانستان دا مهاله له پراخ بشري ناورین سره مخ دی او د دغه هیواد اقتصاد تر ټولو خراب وضعیت کې دی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پر داسې مهال بانکونو ته ډاډ ورکړی چې کولای شي بشري پولي معاملات تر سره کړي چې د امریکا د بندیزونو په اړه اندېښنې پر خپل ځای پاتې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې پر طالبانو د متحده ایالاتو بندیزونه په افغانستان کې د اوسنیو اقتصادي ستونزو دلیل نشي کېدای.

ویسترن یونین او مني ګرام شرکتونو په سپټمبر میاشتې خپل فعالیتونه په افغانستان کې له سره پيل کړل. دغه شرکتونو د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته خپل فعالیتونه بند کړي و.

XS
SM
MD
LG