د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا وايي پاکستان د ترهګرو ډلو فعالیت نه دی محدود کړی


څه موده مخکې د طالبانو یو پلاوی پاکستان ته تللی و
څه موده مخکې د طالبانو یو پلاوی پاکستان ته تللی و

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل یو تازه راپور کې د ٢٠١٨ کال د نړیوالو ترهگریزو فعالیتونو په اړه ویلي چې پاکستان لا هم په خپلې خاورې کې د طالبانو او حقاني شبکې پناه ځایونه نه دي محدود کړي.

د ترهګرۍ په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه تازه خپور شوي راپور کې ویل شوي، سره له دې چې پاکستان د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو ننګه کوي، خو د هغو ډلو فعالیتونه یې نه دي محدود کړي چې افغان او بهرنیو ځواکونو ته ګواښ دي.

راپور وايي چې د پاکستان حکومت د دوو ترهګرو ډلو لشکر طیبه او جیش محمد د فعالیتونو په محدودولو کې هم پاتې راغلی دی.

دا ډلې په پاکستان کې دننه فعالیت لري، پېسې ټولوي او خپلې ته جلب او جذب کوي او روزنه ورکوي.

دا دواړه ډلې په افغانستان او هند کې په یو شمېر ترهګریزو بریدونو کې ککړې دي. په راپور کې همدغه راز د پاکستاني طالبانو یادونه هم شوې ده چې په پاکستان کې دننه په ترهکریزو بریدونو تورن دي.

افغان حکومت په وار وار پاکستان تورن کړی چې په خپلې خاورې کې طالب وسله وال ساتي، روزي، تجهیزوي او بیا یې د جګړې لپاره افغانستان ته استوي. خو پاکستان ظاهرآ دا تورونه نه مني.

XS
SM
MD
LG