د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي غواړي د حاجیانو شمیر دوه چنده کړي


په دغې پروژې باندې شاوخوا ۱۱۸ میلیارده ډالر لګښت راشي
په دغې پروژې باندې شاوخوا ۱۱۸ میلیارده ډالر لګښت راشي

سعودي په پام کې لري چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د۳۰ میلیونه حاجیانو کوربتوب ته ځان برابر کړي.

د سعودي عربستان حکومت وايي چې د حاجیانو د موقتي استوګنې لپاره د مکې او مدینې په شاوخوا سیمو کې نوي هوټلونه، کوټې او تجارتي سیمې جوړوي.

د دغو پروژو پلي کوونکي شرکتونه روی الحرم او روی المدینه وايي چې دا پروژه به تر ۲۰۳۰ کاله پورې بشپړه شي. ویل کیږي چې په دغې پروژې باندې شاوخوا ۱۱۸ میلیارده ډالر لګښت راشي.

سعودي چارواکي وايي د دغې پانګونې هدف دا دی چې د مسلمانانو په دغو دوو سپېڅلیو ځایونو کې د ډېرو نورو حاجیانو لپاره د استوګنو ځایونه جوړ کړي.

دغه پروژه به د کعبې په شاوخوا کې په ۸۵۴ زره متر مربع ځمکه کې پلې کیږي او په عصري ډول به په کې ۱۱۵ لوړپوړې ودانۍ او هوټلونه جوړیږي چې شاوخوا ۷۰۰۰۰ زره کوټې او خونې به ولري. همدغه راز ویل کیږي چې د مدنیې په شاوخوا کې به هم ۸۰۰۰۰ زره خونې او کوټې جوړیږي.

دا مهال هرکال سعودي ته شاوخوا ۱۵ میلیونه خلک د حج او عمرې لپاره ځي.

ویل کیږي چې د دغې پروژې یو هدف دا دی چې سعودي غواړي په نړیوالو بازارونو کې د تیلو د بیو د لویدلو له کبله پیدا شوي اقتصادي منفي تاثیرات کم کړي.

XS
SM
MD
LG