د لاس رسي وړ اتصالات

لاوروف: که د طالبانو حکومت ټولشمول شي، روسیه به یې د رسمیت پېژندنې لپاره لاس په کار شي 


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له طالب مشرانو سره
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له طالب مشرانو سره

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي که په افغانستان کې رښتینی همه شمول حکومت جوړ شي، روسیه غواړي هلته د نویو مقاماتو [طالبانو] د بشپړې رسمي پېژندنې په لوري حرکت وکړي.

ښاغلي لاوروف دا څرګندونې نن سه شبنه اپریل ۲۶ (غوايي شپږمه) په مسکو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي سرګي لاوروف سره له ملاقات ورسته په یو خبري کنفرانس کې وکړې. طالبان اوس د روسیې د نړیوالو ترهګرو سازمانونو په لست کې شامل دي.

د روسیې د تاس خبري اژانس د ښاغلي لاوروف له خولې لیکلي دي: «موږ غواړو چې په افغانستان کې د نویو مقاماتو [طالبان] د بشپړې دپلوماتیکي پېژندنې په اړه کې کار وکړو، د دې درک په اساس چې [طالبان] به خپلې ژمنې پوره کوي او یو نوی همه شمول حکومت به جوړوي، چې یوازې د توکم په اساس نه وي، ځکه چې دوی اوس ازبیک، تاجیک او هزاره ګان لري او په سیاسي لحاظ یې غړي دي. بلکې، دا به سیاسي همه شمولیت وي چې زموږ اینده ګامونه ټاکي..»

مسکو د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي پخلاینې د مخکني مشر عبدالله عبدالله په ګډون له یو شمېر سیاسي څېرو سره هم کار کوي. ښاغلي لاوروف وویل: «هغوی له طالبانو سره د خبرو او طالب غورځنګ سره زموږ تماسونو سره علاقه لري، موږ هغوی هڅو چې عملآ دا خبرې پیل شي.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: «موږ د خپلو سفارتونو او خپلو استازو له لارې، چې د نورو مسائیلو تر څنګ په اقتصادي همکاریو هم تمرکز کوي، له طالبانوسره دوامداره تماسونه لرو.»

نوموړي په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې د ناټو موجودیت ته په اشارې دا خبره هم په ټېنګار سره وکړه چې د پخواني شوروي‌ اتحاد په مهال ‌په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۰ تاسیسات او «شرکتونه» رغول شوي او په داسې حال کې چې د ده په ټکو د ناټو په موجودیت کې هېڅ داسې کوم کار نه دی شوی.

د افغانستان مخکني حکومت چارواکي وایي چې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې زرګونه سړکونه او لویې لارې جوړې شوې، زرګونه ښوونځي او پوهنتونونه اوتعلیمي ادارې او روغتیايی مرکزونه او داسې نور تاسیسات هم رغول شوي دي چې نړیوالې ټولنې یې لګښتونه ورکړي دي.

د ښاغلي لاوروف تر دغو څرګندونو مخکې مسکو د طالبانو یو دپلومات هم په رسمیت منلی و. د اپریل په شپږمه نېټه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروف وویل چې دوی په مسکو کې د افغانستان سفارت ته په استول شوي یادښت کې ویليچې «جمال ګروال» د افغانستان د نوي شارژدافیر په توګه مني. نوموړې وویل چې دا کار د دوه اړخیزو دپلوماتیکو روابطو د بیا پیلولو په برخه کې یو ګام ګڼل کېږي.

روسیه داسې مهال د طالبانو د رسمیت پېژندنې خبره کوي چې د جمهوریت په مهال یې هم له دغې ډلې سره روابط پالل او مشرانو ته به یې په رسمي غونډو کې د ګډون بلنه ورکوله.

طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په کابل کې بیا واکمن شول خو تر دې دمه هېڅ یو هېواد د هغوی حکومت په رسمیت پېژندلی نه دی.

نړیواله ټولنه د همه شمول حکومت جوړول، د بشري او اقلیتونو حقونو ته درناوی، د نجونو تعلیم او په چارو کې د ښځو مشارکت د طالبانو د حکومت د رسمي پېژندنې لپاره مهم شرطونه ګڼي.

XS
SM
MD
LG