د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د جنګ روغتون تر ټولو بوخته میاشت تیره کړه


ملګري ملتونه وايي د ۲۰۱۸ کال په لومړیو دریو میاشتو کې روان تاوتریخوالي ۷۶۳ ولسي افغانان وژلي او ۱۴۹۵ نور ټپیان کړي دي
ملګري ملتونه وايي د ۲۰۱۸ کال په لومړیو دریو میاشتو کې روان تاوتریخوالي ۷۶۳ ولسي افغانان وژلي او ۱۴۹۵ نور ټپیان کړي دي

په کابل کې د ایمرجنسي روغتون چارواکي وايي تېره میاشت (مۍ) کې یې د ۴۲۱ کسانو درملنه کړې چې ۴۰۹ یې په جګړو او چاودنو کې ژوبل شوي دي.

د روغتون د چارو تنظیمونکی ډیجان پانیک وویل "د ۲۰۰۱ کال په پسرلي کې د روغتون له پرانیستلو راوروسته موږ په یوې میاشتې کې تر ۴۰۰ ډېر ناروغان ( زخمیان) نه وو ثبت کړي. دا شمېره اندېښمنونکې ده."

د ایمرجنسي روغتون د کابل په نوي ښار کې دی چې له هر ځانمرګي برید، چاودنې او جنګ جګړو سره تړلیو نورو پېښو وروسته ټپیان وروستل کیږي.

ملګري ملتونه وايي د ۲۰۱۸ کال په لومړیو دریو میاشتو کې روان تاوتریخوالي "۷۶۳ ولسي افغانان وژلي او ۱۴۹۵ نور ټپیان کړي دي".

ملګري ملتونه د دغو تلفاتو څه باندې ۸۰ سلنه مسولیت پر "مخالفانو" اچوي، خو طالبان یې نه مني. په وروستیو دوو میاشتو کې داعش ډلې هم په کابل کې پر ملکي ځایونو خپلو خونړیو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د کابل ایمرجنسي روغتون د روغتیا د نړیوال سازمان په مرسته چلیږي چې چارې یې ایټالویان مخ ته وړي. د روغتیا د نړیوال سازمان یو غړي ریچارډ پیپرکون وویل "دا معلومات ډېر اندېښمنوونکي دي، خو په همدې حال کې دا د دې ښکارندوی دی چې ایمرجنسي روغتون د افغانانو لپاره څومره مهمه دنده ترسره کوي."

هغه وویل چې د روغتیا نړیوال سازمان ویاړي چې له دغه روغتون سره مرسته کوي. ایمرجنسي روغتون له ۱۹۹۹ کال راهېسې په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو زیانمنو شویو درملنه کوي.

ایمرجنسي پر کابل سربېره یوه څانګه په پنجشیر او بله یې په هلمند کې ده. په کابل کې ایمرجنسي روغتون د عملیاتو درې خونې، شپږ واردونه او نورې بېلابېلې څانګې لري.

XS
SM
MD
LG