د لاس رسي وړ اتصالات

له غزني نه پاکستان ته مړي نه دي انتقال شوي- چارواکي


تصویر له ارشیف څخه اخیستل شوی او د "وژل شویو پاکستاني" اورپکو نه دی
تصویر له ارشیف څخه اخیستل شوی او د "وژل شویو پاکستاني" اورپکو نه دی

پاکستاني چارواکي وايي د افغانستان له غزني ولایت نه د کوم طالب مړی دغه هېواد ته نه دی لیږدول شوی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړل چې ګنې د افغانستان په غزني ولایت کې د یو شمېر وژل شویو طالبانو مړي پاکستان ته لیږدول شوي دي.

د وزارت ویاند محمد فیصل د پنجشنبې په ورځ( اګست۱۶) په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل "داسې هيڅ ثبوت نه دی ترلاسه شوی چې د غزني نه پاکستان ته مړي راوړل شوي وي. مونږ دغه بې بنياده تورونه ردو."

پر غزني څو ورځې مخکې طالبانو ډله ییز برید وکړ. د غزني امنیه قومندانۍ وايي چې په دغه برید کې شاوخوا ۴۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي چې پاکستانیان هم په کې دي. افغان چارواکي د پاکستان استخبارات هم تورن کړي چې په دغه جنګ یې لاس درلود.

د غزني په جګړې کې د څه باندې ۱۰۰ افغان امنیتي سرتېرو او لسګونو ولسي خلکو د وژل کېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې ځینې داسې ویډیوګانې او تصویرونه خپاره شوي چې په کې یو شمېر مړي ښودل کیږي او ویل کیږي چې دا مړي د هغوو اورپکو دي چې د غزني په جنګ کې وژل شوي دي.

په خیبرپښتونخوا کې د سیاسي چارو شننونکي افراسیاب خټک هم دوه ورځې دمخه په خپل ټویټر کې لیکلي وو چې باید د پاکستان حکومت په دې اړه سپیناوی ورکړي.

ښاغلي خټک امریکا غږ اشنا ته ویلي وو چې د دوی معلومات دا دي چې د خیبرپښتونخوا او پاکستان ځینو نورو سیمو ته له غزني نه مړي انتقال شوي دي. هغه وویل د طالبانو ځینو ملاتړو ډلو د دغو وژل شویو کسانو د جنازې اعلانونه کړي او خلک یې وربللي دي.

افغان او امریکايي چارواکي پاکستان تورنوي چې په خپلې خاورې کې طالبانو او نور اورپکو ته ځای ورکړی دی او په افغانستان کې د روان جنګ ننګه کوي. خو پاکستاني چارواکي دا خبره نه مني.

XS
SM
MD
LG