د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د امریکا سفارت خپل خدماتي فعالیتونه وځنډول


په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفارت ویلي چې په افغانستان کې یې خپل ټول کونسلي او د امریکايي اتباعو خدمات تر راتلونکې خبرتیا ځنډولي دي.

په کابل کې د امریکا سفارت د سې‌شنبې په ورځ د مارچ په ۱۷مه (کب ۲۷) په یو بیان کې ویلي چې په افغانستان کې د مارچ له ۱۵مې څخه د ویزې د ورکولو او د پاسپورټونو او رسمي اسنادو د تمدیدولو چارې ځنډول شوي دي.

دغه سفارت په افغانستان کې امریکايي چارواکو ته ویلي: "که په افغانستان کې د خپل امنیت او روغتیا په اړه اندېښنه لرئ اوس د تګ وخت دی. سوداګریزې، ترانسپورتي او زیربنايي چارې اوس منظمې دي او په عادي ډول کار کوي، دا مسله په جدي توګه په پام کې ونیسئ".

په کابل کې د امریکا سفارت له ټولو امریکايي اتباعو څخه غوښتي چې د بیړنیو حالاتو لپاره چمتووالی ولري او د ستونزې په صورت کې له افغانستان څخه ووځي.

د امریکا سفارت د دغو اقداماتو لاملونه نه دي څرګند کړي.

دغه سفارت دا تصمیم وروسته له هغې نیولې چې په افغانستان کې د کروناویروس ناروغي ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دغه هیواد کې د فبروري له ۲۴مې څخه د مارچ تر ۱۷مې پورې د کروناویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۲ ته رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG