متحده ایالاتو د طالب جنګیالیو له لوري د تسلیم شویو افغان کمانډویانو صحرايي اعدام یو "فجیع عمل" بللی دی.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د چهارشنبې په ورځ جولای ۱۴ (چنګاښ ۲۳) وویل چې امریکا د طالب جنګیالیو دا عمل غندي.
ښاغلي پرایس د طالبانو له لوري د تسلیم شویو افغان کمانډویانو د صحرايي اعدام په تړاو نشر شوې ویډیو تائید کړه او ويې ویل چې واشنګټن د دغې ویډیو په سموالي باندې د شک کولو لپاره هېڅ دلیل نه لري.
د سي ان ان خبري شبکې د رپوټ په اساس طالبانو یوه میاشت وړاندې د فاریاب په دولتاباد ولسوالۍ کې ۲۲ افغان کمانډویان له تسلیمېدو وروسته په ډزو وژلي دي.
سي ان ان ویلي چې د دې ویډیو کره والی او همداشان د طالبانو له لوري د تسلیم شویو کمانډویانو صحرايي اعدامول یې د پېښې له عیني شاهدانو سره تائيد کړې ده.
د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو څار د سي ان ان رپوټ ته په غبرګون کې ویلي چې د تسلیم شویو سرتیرو صحرايي اعدام جنګي جنایت دی.
طالبانو د سي ان ان رپوټ رد کړی او په ډزو د تسلیم شویو کمانډو ځواکونو د وژلو ویډیو یې "جعلي" بللې ده.
د ژنیو د کنوانیسون په اساس هغه سرتیري یا جنګیالي چې تسلیمېږي "غیر محارب" کسان ګڼل کېږي او باید ورسره "انساني چلند" وشي.