د لاس رسي وړ اتصالات

د فاریاب دولت اباد ولسوالي بېرته افغان ځواکونو نیولې – چارواکي


د فاریاب امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د دولت اباد ولسوالۍ بېرته د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر کنټرول لاندې راغلې ده.

د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش د چهاشنبې په ورځ جون ۱۶ (غبرګولي ۲۶) امریکا غږ ته وویل چې دولتي ځواکونو تېره شپه درې بجې په دولت اباد ولسوالۍ کې عملیات پیل او د سهار په شپږو بجو یې دغه ولسوالي ونیوله.

هغه زیاته کړه: "د پولیسو، امنیت او نورو ځواکونو په ګډون قوا ولسوالۍ ته تللې ده او اوس چاڼیز عملیات او پلټنې دوام لري".

د فاریاب سیمه‌ییزو چارواکو تر اوسه په دغو نښتو کې دواړو خواو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو تېره اونۍ د فاریاب دولت اباد ولسوالۍ له افغان ځواکونو سره له سختې جګړې وروسته ونیوله.

د شاهین ۲۰۹ قول اردو هم ویلي چې د لومړۍ لوا یو کنډک د هوايي ځواکونو په ملاتړ سره د دولت اباد ولسوالۍ ته دننه شوي او عملیات یې پیل کړي دي.

د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات

همدا شان په کندز کې امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو چاڼیز عملیات دوام لري.

د کندز د پولیسو ویاند انعام‌الدین رحماني وايي چې په دغو عملیاتو کې د قاري هاشم په نوم د طالبانو د یو قوماندان په ګډون ۲۰ طالب جنګیالي وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

طالبانو تر اوسه د افغان ځواکونو له خوا د دولت اباد ولسوالۍ د بېرته نیولو او د کندز په خان اباد کې دغې ډلې ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

د غزني د ګیلان ولسوالۍ د سقوط مخنیوی

په عین حال کې د غزني پولیس وايي د دغه ولایت د ګیلان په ولسوالۍ باندې د طالبانو بریدونه چې له یوې اونۍ راهیسې دوام درلود د افغان ځواکونو له خوا په شا تمبول شوي دي.

د غزني امنیه قوماندانۍ په یو بیان کې ویلي چې په دغو نښتو کې د ۳۵ پاکستانيانو په ګډون ۵۵ طالب جنګیالي وژل شوي، خو افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه یې څه نه دي ويلي.

بلخوا طالبانو ویلي چې د غزني ولایت د ګیلان ولسوالي په پښ کندې او چیرلي سیمو کې یې د افغان ځواکونو لویه قرارګاه او یوه پوسته نیولې ده. دغې ډلې افغان ځواکونو ته د مرګ‌ژوبلې اړولو او د ګیلان ولسوالۍ د "پراخو سیمو" د نیولو ادعا هم کړې ده.

د غزني پولیسو همداشان ویلي چې افغان ځواکونو د دغه ولایت په جغتو، قره‌ باغ، اب بند او مقر ولسوالیو کې له لاسه تللو سیمو د بېرته نیولو لپاره عملیات دوام لري.

XS
SM
MD
LG