د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل ښار په یوه سوداګریزه سیمه کې اورلګېدلی


د طالبانو د حکومت چارواکي وايي‌ چې په کابل ښار کې په یوه سوداګریزه سیمه کې بل شوی اور یې مهار کړی دی.

طالب چارواکي وايي چې د اور په مړه کولو کې یې له هلیکوپترونو څخه هم کار اخیستی دی.

د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د میرویس میدان (کوټه سنګي) سیمه کې په دوو سوداګریزو مارکېټونو کې اور لګېدلی دی.

اور نن چهارشنبه اکتوبر پنځمه (تله ۱۳) سهار شاوخوا ۸:۰۰ بجې د «احمدي» په نوم سوداګریز مارکېټ کې چې تر ډېره په کې ښځینه او نارینه لباسونه، پردې، ټلیفونونه، سره زر او ځينې نور قیمتي توکې پلورل کیږي رامنځته شوې ده.

پر همدې مهال د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور امریکا غږ ته وویل چې د پولیسو اطفاییه سیمې ته رسېدلې او د اور د خپرېدو د مخنیوي هڅې پيل کړي دي.

ښاغلي ټکور زیاته کړه چې تر دا مهاله د دغه اور لګېدنې لامل معلوم نه دی او په خبره یې د دوی څېړنې روانې دي. ویل کیږي چې دغه اورلګېدنه مرګ ژوبله نلري، خو ویل کیږي چې د دغه مارکېټ دوکاندرانو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

یو شمېر عیني شاهدانو ویلي چې د پولیسو اطفاییه د اورلګېدنې سیمې ته یو ساعت وروسته رسېدلې او په همدې خاطر اورلګېدنه یوه بل مارکېټ ته هم پراخه شوې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې خپروو شوو وډیوو کې لیدل کیږي چې دغه اور لګېدنه د اباسین ځدران په نوم مارکېټ ته هم پراخه شوې ده.یاد مارکېټ د «احمدي» په نوم مارکېټ ترڅنګ دی چې ویل کیږي ځينې سیمې یې د اور خوراک شوي دي.

پر همدې مهال د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي چې په «اباسین ځدراڼ» مارکېټ کې نننۍ رامنځته شوې اورلګېدنه د دغه وزارت د اطفایې ټېم په مرسته پر وخت کنټرول شوې ده.

په اعلامیه کې همدرانګه ویل شوي چې د دغه وزارت اړوند هلیکوپټرو هم د اورلګېدنې په ځای کې د ژغورنې عملیات تر سره کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې هم په اباسین ځدران مارکېټ کې اورلګېدنه رامنځته شوې وه چې د دوکاندارانو د معلوماتو په اساس په میلیونونو افغانۍ زیان ورته رسېدلی و.په هغه اور لګېدنه کې یو تن مړ او اووه تنه ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG