د لاس رسي وړ اتصالات

منظور پښتین: طالبان د استخباراتي ادارو زیږنده دي


منظور پښتین: په درسي نصاب کې پښتانه ځوانان د خپلو اتلانو له تاریخه بې خبره ساتل شوي دي.
منظور پښتین: په درسي نصاب کې پښتانه ځوانان د خپلو اتلانو له تاریخه بې خبره ساتل شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د یکشنبې په ورځ (مارچ ٣١) په پیښور کې په زرگونو گډونوالو ته په وینا کې وویل، طالبان د پاکستان د پوځي او اسختباراتي ادارو زېږنده دي.

ښاغلي پښتین زیاته کړه دغې ادارې د پاکستان د ګټو د خوندي ساتلو لپاره کلونه پخوا جوړ شوي دي.

د ښاغلي پښتین په وینا، پاکستاني جنرالانو پخپله اعتراف کړی چې طالبان دوی رامنځته کړل او د سخت دریځۍ لپاره یې د پښتنو سیمو ته ولیږل.

د غورځنګ د وژل شوي غړي ارمان لوڼي د څلوېښتې مراسمو غونډې ته په وینا کې منظور پښتین وویل، د پاکستان حکومت په لوی لاس پښتانه له خپل تاریخ او جغرافیې ناخبره ساتلي دي او له څو لسیزو راهیسې د پښتنو حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

منظور پښتین همدارنگه له احساساتو ډکه په دغه وینا کې د پاکستان په درسي نصاب کې د پښتنو مشرانو او اتلانو نه یادولو ته اشاره وکړه او وې ویل چې پښتانه ځوانان د باچاخان، خان شهید، فقیر ایپي او احمدشاه ابدالي له تاریخه بې خبره ساتل شوي دي.

ښاغلي پښتین دا ادعا هم وکړه چې د وزیرستان او ډيره اسماعیل خان په پوځي چاوڼیو کې د پښتنو ښځو عزتونه ترپښو لاندې شوي، خو زیاته یې کړه چې په دې اړه به نور جزیات وروسته ورکړي.

د دغه غورځنگ بل مهم مشر او د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړي محسن دوړ په پخپلې وینا کې وویل چې د پاکستان حکومت د هغو کسانو په ښکاره ملاتړ او ساتنه کوي چې د پښتنو په وژنه کې لاس لري.

په دې غونډه کې چې د عیني شاهدانو په وینا تر پنځه زره زیاتو پښتونو گډون کړی دی. په گډون والو کې یو ډیر شمیر ښځو هم برخه اخیستې وه او د خپلو هغو عزیزانو انځورونه یې په لاس کې نیولي و چې د دوی په وینا د حکومتي ادارې له خوا تري تم کړ شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ تور لګوي چې ارمان لوڼی د لورالايي پولیسو په وهلو وژلی وو خو پولیس دا تور ردوي او وايي چې د عدلي طب راپور وروسته به د هغه د مرګ مقدمه درج کړي.

XS
SM
MD
LG