د لاس رسي وړ اتصالات

د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو پلاوی کندهار ته د امنیت ارزولو لپاره تللی


د حکومت لوړپوړی پوځي پلاوی کندهار ته رسېدلی
د حکومت لوړپوړی پوځي پلاوی کندهار ته رسېدلی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست او د دفاع وزارت لوی درستیز د کندهار د امنیتي وضعیت ارزولو او د امنیتي ځواکونو د عملیاتو د څرنګوالې د ارزونې لپاره د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن سې شنبه دغه ولایت ته تللي دي.

د کورنیو چارو وزارت نن سه شنبه ویلي چې جنرال عبدالستار میرزکوال به د دې سفر په ترڅ کې د کندهار ولایت له نظامي او ملکي مشرتابه او همدارنګه د دې ولایت له مشرانو او متنفذینو سره وګوري.

د افغانستان دفاع وزارت هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې په دغه پلاوي کې د دفاع وزارت لوی درستیز جنرال ولي محمد احمدي هم شامل دی.

بلخوا سیمه ییز چارواکي وايي، په کندهار کې د امنیتي پېښو په لړ کې تر درنو نښتو وروسته د دغه ولایت د میانشین ولسوالۍ له مرکز څخه هم تېره شپه ګډ افغان ځواکونه پر شا شوي.

د میانشین ولسوال رحمت الله اغا نن سه شنبه جولاۍ شپږمه (چنګاښ ۱۵) له امریکا غږ سره په خبرو کې تائید کړه چې د ولسوالۍ له مرکز څخه افغان ګډ ځواکونه را وتلي دي.

د جګړې له زیاتېدو سره سم د کندهار والي روح الله خانزاده ډاډ ور کوي چې امنیت به ټېنګوي.

نوموړي په یو ویدیويي پیغام کې ویلي دي‌ چې د کندهار دامنیت لپاره ځانګړي تدابیر نیول شوي او د دې ولایت له اوسیدونکو يې غوښتي چي اندېښنه ونکړي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG