د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې جګړه؛ د طبي منابعو لویه برخه د ټپیانو په درملنه لګول کېږي


ارشیف
ارشیف

د کندهار روغتیايي چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د نا امنیو په زیاتوالي سره د دوی د طبي منابعو لویه برخه د جګړې د قربانیانو په درملنه لګول کیږي.

د میرویس حوزوي روغتون رئیس ډاکتر محمد داود فرهاد امریکا غږ ته وويل چې په څلورو اونیو کې دې روغتون ته ۲۰۳ تنه د جګړې قربانیان ور وړل شوي چي ۱۱۹ تنو يې د ژورو ټپونو له کبله ساه ورکړې.

نوموړی زیاتوي چې د جنګي واقیعاتو له زیاتوالي سره پر یو وخت میرویس روغتون د هیواد په کچه یو له ډیرو مصروفو روغتونو څخه دی.

ده وويل: "د جوزا په میاشت کې د جنګي پېښو څخه روغتون ته ټولټال ۲۰۳ تنه قربانیان په ټپي حالت کې را وړل شوي چي په ګولی له لګیدلو ۱۵۳ تنو ټپیانو څخه يې ۱۰۱ تنه د سختو ټپونو له کبله ساه ور کړې او دغه راز د ماین چاودنو او هوايي بریدونو په ترځ کې د ټپي شویو کسانو له ډلي څخه يې بیا ۱۸ تنو په روغتون کې ساه ور کړې ده".

د جګړې د قربیانو په دې ډله کې ملکي وګړي او دولتي کسان شامل دي خو د روغتون مسولین زیاتوي چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه پکښې لوړه ده.

په ورته وخت کې په جنوب کې د بشري حقونو کميسیون هم د روان جګړیز حالت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.

د دغه کميسیون رئیس سلطان عایل امریکا غږ ته وويل چې په کندهار کې د هدفي وژنو او ماین چاودنو له کبله ملکي مرګ ژوبله تر بل هر وخت زیاته شوې.

ښاغلي عایل زیاته کړه: "په هدفي وژنو کې هغه کسان په نښه شوي چي کلونه مخکې يې په دولتي ادارو کې دندې لرلې او اوس عادي وګړي وو، دغه راز قومي مشران او ملکان په نښه کیږي د دې تر څنګ د ماین چاودنو په پېښو کې په لویه کچه ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي".

کندهار کې د جګړو دوام

بلي خواته لاهم د کندهار له بیلا بیلو برخو څخه د تودې جګړې راپورونه تر لاسه کیږي چي په ترڅ کې يې مرګ ژوبله هم رامنځ ته شوې.

له تیري شپې راهیسې د کندهار په لویدیځ کې د پنجوايي او ژړۍ او شمال کې د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په بیلا بیلو برخو کې د وسله والو طالبانو او حکومتي قواوو ترمنځ جګړه پيل شوې.

د کندهار د امنیت امر سمونیار غورځنګ افریدي په یادو ولسوالیو کې د جګړو تائید کوي خو وايې چې په اړه به يې جزئیات وروسته له رسنیو سره شریک شي.

خو یو لوړ پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې د پنجوايي ولسوالۍ په مرکز کې جګړه له تیرې شپې راهیسې تونده شوې چې په ترځ کې يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دغه راز سرچینه زیاتوي چې په ګاونډ کې يې د ژړۍ ولسوالۍ په مرکزي برخو کې هم همدا اوس جګړه دوام لري.

د جګړو له کبله له یادو سیمو څخه پر یو وخت د ملکي مرګ ژوبلې له وېري لسګونه کورنۍ د کندهار ښار ته ګډوالې شوي چې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

وسله‌والو طالبانو د کندهار د وروستیو امنیتي پېښو په تړاو رسنیو ته کومه تبصره نده کړې.

پکتیکا کې د لوی پل نړول

د یو بل خبر له مخې وسله‌والو طالبانو په پکتیکا کې یو لوی پل په بمونو الوځولی دی.

د پکتيکا پوليس وايي چې وسله والو طالبانو د دې ولايت په سروضې ولسوالۍ کې يو پل او يو پلچک تېره شپه په بمونو الوځولي دي.

دغه پل یوولس ولسوالۍ د پکتیکا له مرکز ښرنې سره نښلوي.
دغه پل یوولس ولسوالۍ د پکتیکا له مرکز ښرنې سره نښلوي.

د پکتيکا د پوليسو وياند شاه محمد ارين امريکا غږ ته وويل چې ياد پل د ارګون او نکې ولسواليو په ګډون ۱۱ ولسوالۍ د دغه ولايت له مرکز ښرنې سره نښلولې.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG