د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونه وايي بلچراغ ولسوالي یې بېرته له طالبانو نیولې


افغان امنیتي ځواکونه وايي، د فاریاب بلچراغ ولسوالي یې بېرته له وسله والو طالبانو څخه نیولې ده.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو مسؤلین وايي، افغان کمانډو او د ملي اردو سرتېرو تېره شپه د ځمکنیو او هوايي عملیاتو پر مهال طالبان د یادې ولسوالۍ له مرکز څخه پر شا تمبولي دي.

​د دغه قول اردو ویاند حنیف رضايي د سې شنبې په ورځ د «چنګاښ پر۴مه» امریکا غږ ته وویل:"بلچراغ ولسوالي له ۱۳۹۷ کال راپدېخوا طالبانو نیولې وه، افغان کمانډو ځواکونو یې نن شپه د نیولو عملیات پيل کړل او د ولسوالۍ مرکز یې ونیوی،خو اوس هم د ولسوالۍ په شااوخوا کې جګړه روانه ده،تر دا مهاله دښمن ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لرو."

که هم تر دا مهاله په یاده جګړه کې د اوښتو تلفاتو په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي، خو د فاریاب د ولایتي شورا مرستیال صبغت الله سېلاب بیا وايي، چې د تېرې شپې په جګړه کې د ملي اردو یو سرتېری ټپي شوی دی.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې تر دا مهاله د دغه ولسوالۍ مرکز په بشپړه توګه له وسله والو طالبانو څخه نه دی نیول شوی.

طالبانو هم تر دا مهاله د یادې ولسوالۍ د جګړې په اړه تبصره نه ده کړې.

پر همدې مهال د فاریاب پولیس چارواکي وايي، ټاکل شوې د یادې ولسوالۍ تر تصفیې وروسته تازه دمه پولیس په غه ولسوالۍ کې ځای پر ځای شي.

د دغه ولایت د پولیسو ویاند کریم یورش امریکا غږ ته وویل:"دا مهال سیمه ییز ځواک په سیمه کې ځای پر ځای دی او ټاکل شوې نن نور تازه دمه سرتېري هم دغه ولسوالۍ ته ورسېږي."

بلچراغ ولسوالي د فاریاب له مرکز میمنې څخه په ۷۰ کیلومترۍ کې پرته ده چې له یو کال راپدېخوا طالبانو نیولې وه.

XS
SM
MD
LG