د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو د بدخشان وردوج ولسوالي بېرته له طالبانو ونیوله


وردوج ولسوالي له پنځو کلونو د طالبانو په لاس کې وه
وردوج ولسوالي له پنځو کلونو د طالبانو په لاس کې وه

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بدخشان وردوج ولسوالۍ یې تر پنځو کلونو وروسته له وسله والو طالبانو څخه بېرته ونیوله.

دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د شنبې په ورځ د «سپټمبر۷مه» د وږې۱۶ مه امریکا غږ ته وویل، چې یاده ولسوالۍ نن د یو لړ عملیاتو پرمهال له طالبانو څخه ازاده شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغه ولسوالۍ د بېرته نیولو د عملیاتو پرمهال د بدخشان لپاره د طالبانو د والي قاري فصیح الدین او نظامي مسؤل قاري حافظ په ګډون سل کورني او بهرني وسله وال طالبان هم وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت وايي، چې د دغه عملیاتو پرمهال افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال د بدخشان د دوو ولسوالیو کران او منجان او یمګان ولسوالیو مرکزونه د طالبانو په لاس کې دي او ترڅنګ یې د پنځو نورو ولسوالیو په اطرافو کې هم حضور لري، چې ډېر ژر به یې پر ضد عملیات پيل شي.

افغان حکومت پر داسې مهال له وسله والو طالبانو څخه د وردوج ولسوالۍ د بېرته نیولو خبر ورکوي، چې په دې وروستیو کې طالبانو د بدخشان په ګاونډ تخار او نورو شمالي ولایتونو کندز او بغلان کې پراخ بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو لخوا پر شا وتمبول شول.

طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG