د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې بې وسلې پولیسو کار پیل کړ


چارواکو د امنیتي ملحوظاتو له مخې د دغو پولیسو دقیقه شمېره ونه ښوده
چارواکو د امنیتي ملحوظاتو له مخې د دغو پولیسو دقیقه شمېره ونه ښوده

په خوست کې ولسي پوليسو په کار پيل کړی. د امنيت په ټينګښت کې د خلکو د مرستې جلبول، د سيمه ييزو شخړو حل، د خلکو په مرسته د جرمونو مخنيوی، د قانون په تطبيق کې سلا مشورې، د خلکو او پوليسو تر منځ د واټن له منځه وړل او ځينو نور د ولسي پوليسو د رامنځته کېدو مهم اهداف بلل کېږي.

دوی وسله او رسمي لباس نلري، خو د خلکو په منځ کې له خلکو سره کار کوي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د ولسي پوليسو رئيس مل پاسوال همايون عيني په خوست کې د دغو پوليسو د کار د شروع پرمهال خبريالانو ته وويل، چې ولسي پوليس د ولسواليو په کچه په شوراګانو کې سره منسجم شوي دي.

هغه وويل چې دا پوليس بوټ، دريشي او وسله نه لري، بلکې د مشورو له لارې به له سيمه ييزو امنيتي او ملکي دولتي مامورينو سره په تماس کې وي.

هغه وويل ”د کورنيو چارو وزارت پلان لري، چې هر کلي ته د پوليسو ګرځنده ټيمونه واستوي، څو د خلکو ستونزې واوري او له ولايتي ادارې او له نورو چارواکو سره په ګډه ورته د حل لارې چارې ولټوي.‟

مل پاسوال همايون عيني همدارنګه وويل، چې د تبليغاتو لپاره د ګرځنده ډلو جوړول، د معلوماتي دفترونو جوړول، عامه مصوونيت او په دې اړه خلکو په ځانګړي ډول زده کوونکو ته اړين معلومات ورکول هم د ولسي پوليسو دنده ده.

د خوست والي حکم خان حبيبي د ولسي پوليسو يوې غونډې ته وويل، چې د ولسواليو په کچه د ولسي پوليسو شوراګانې کې له ۲۵ څخه بيا تر ۳۵ پورې غړي شته، خو زياتوي، چې کوم ځانګړي امتيازات نلري.

والي حبيبي وويل” يواځې پوليس په دغه محدود تشکيل سره نشي کولای، چې ټولو ستونزو ته ځواب ووايي. نو اړينه ده، چې د ټولنې هر وګړی، هر مشر او کشر خپلو اسلامي او ملي مکلفيتونو ته په کتو سره دې برخه کې مرسته وکړي.‟

عام خلک هم د ولسي پوليسو رامنځته کولو ته خوښ ښکاري، د دوی په وينا له يوې خوا به د دولت او خلکو ترمنځ فاصله راکمه کړای شي او بل لور ته به د ترهګريزو او جنايي جرمونو ګراف راټيټ شي.

د خوست دوه تنه اوسېدونکي وايي ”په دې سره د ولس او نظامي ارګانونو ترمنځ شته ستونزې راکميدلی شي او پر امنيت هم خورا مهم رول لري. ولسي پوليس په خپله د سيمې ټول خلک پيژني او که چېرې نااشنا کس وويني، نو سم لاسي په کار کېږي او ملي پوليسو ته خبر ورکوي.‟

د ولسي پوليسو پروګرام په کال ۱۳۹۲ لمريز کې تشکيل، چې په لومړي پړاو کې يې په اتو ولايتونو کابل، هلمند، هرات، باميان، غور، بلخ، کندوز او بغلان کې فعاليت کاوه، خو په دويم پړاو کې د خوست په ګډون په دوولسو نورو ولايتونو کې هم فعال شول.

په همدې حال کې د کورنيو چارو وزارت ويلي، غواړي، چې د ظرفيتونو په لوړولو او امکاناتو په ورکړې سره ولسي پوليس پياوړي او موثر رول ترسره کړای شي.

XS
SM
MD
LG