د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ثبت شوي شکایتونه په کتگوریو ویشي


څارونکي د افغانستان د انتخاباتو د وټونو د شمیرلو پروسه څاري
څارونکي د افغانستان د انتخاباتو د وټونو د شمیرلو پروسه څاري

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، پر کتګوریو باندې د شاوخوا ١٦٥٠٠ شکایتونو د ویشلو کار پیل شوی دی.

د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، د جمهوري ریاست د ټاکنو په لومړنیو پایلو باندې د شاوخوا ١٦٥٠٠ شکایتونو د ارزولو په موخه یې پر کتګوریو باندې د دغو شکایتونو د ویشلو کار پیل کړی دي، چې په ترڅ کې به یې د شکایتونو بڼه هم څرګنده شي.

د دغه کمیسیون منشي او ویاند قاسم الیاسي وايي، چې په ولایتونو کې پر کتګوریو باندې د شکایتونو د ویشلو د بهیر د بشپړیدو وروسته به د دغه کمیسیون چارواکي کابل کې مرکزي دفتر ته راپور ورکړي.

ښاغلي الیاسي د دغو شکایتونو د بڼې په اړه وویل: "څرګنده ده، چې په لویه کچه دا شکایتونه د سرغړونو او ټاکنیزو جرمنو په اړه دي، خو د ټاکنو د قانون له مخې هغه شکایتونه، چې د سرغړونو او ټاکنیزو جرمنو په اړه وي په ۳۳ کتګوریو کې ویشل کیږي. اما د دې لپاره، چې د شکایتونو حجم زیات دی تراوسه د ټولو شکایتونو درجه بندي نه ده شوې".

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د تیرې پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د شکایتونو د ثبتولو په قانوني درې ورځینۍ موده کې یې شاوخوا شپاړس زره او پنځه سوه شکایتونه د ټاکنیزو ټیمونو له خوا، چې اکثره یې د ثبات او همپالنې، د امنیت او اسلامي عدالت او دولت جوړونکي ټیمونو له خوا دغه کمیسیون ته سپارل شوي ثبت کړي دي.

د ټاکنو د څار ادارې د تلې د شپږمې ورځې د جمهوري ریاست د ټاکنو پر لومړنیو پایلو د شکایتونو حجم ته په کتنې اندیښنه ښيي، چې کیدای شي د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون به په دغه لوی شمیر شکایتونه په ټاکلې قانوني موده کې ونه شي ارزولی.

د فیفا په نوم د ازادو او عادلانه ټاکنو د څار د ادارې اجرائیوي رئیس یوسف رشید امریکا غږ اشنا ته وویل: څرنگه چې، "د دوی چمتوالی د دغسې یو لوی رقم لپاره نه و. دوی په خپلو څرګندونو کې هم ویلي، چې کمیسیون د شپږ زرو شاوخوا شکایتونو تمه لرله".

د ټاکنو د څار د ادارې دغه چارواکی وايي، اندیښنه داده، چې کیدای شي دا کمیسیون په ټاکلې قانوني موده کې د شکایتونو د ارزولو کار بشبړ نشي کړی.

ښاغلي رشید وویل تمه ده چې د شکایتونو کمیسیون "په کومو ولایتونو کې چې د شکایتونو کچه لوړه ده، هلته خپل حقوقي او تخنیکي کارمندان زیات کړي ترڅو ولایتي کمیسیونونو دفترونه ژر تر ژره پریکړې وکړي".

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا د تلې د شپږمې ورځې د جمهوري ریاست د ټاکنو د لومړنیو پایلو له مخې د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي ټیم ۵۰.۶۴ فیصدو رایوپه ترلاسه کولو سره په لومړنیو پایلو کې د ګټونکي په توګه اعلان شوی دی، چې ورپسې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په مشرې د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم د شاوخوا ۳۹ فیصدو رایو په ترلاسه کولو دوهم مقام ګټلی دی.

خو د ټاکنو د قانون له مخې د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون له خوا پر لومړنیو پایلو د شکایتونو د ارزولو وروسته به د دغو ټاکنو ګټونکی څرګند شي.

XS
SM
MD
LG