د لاس رسي وړ اتصالات

د انتخاباتي کړکېچ ختمولو لپاره علني غونډه بې نتیجې پای ته ورسېده


په دې غونډه کې د انتخاباتي کمېسیونونو چارواکو، نړیوالو او کورنیو ناظرینو، د ګوندونو، انتخاباتي ډلو او مدني ټولنې استازو ګډون درلود.
په دې غونډه کې د انتخاباتي کمېسیونونو چارواکو، نړیوالو او کورنیو ناظرینو، د ګوندونو، انتخاباتي ډلو او مدني ټولنې استازو ګډون درلود.

د جمهوري ریاست انتخاباتو د پروسې په وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو لپاره، د ټولو انتخاباتي اړخونو په ګډون جوړه شوې علني غونډه له کومې نتیجې پرته پای ته ورسېده.

دا غونډه د انتخاباتو د کمېسیون له خوا د جمهوري ریاست د کاندیدانو او ګوندونو د استازو په ګډون، د نړېوالو او کورنیو ناظرینو او رسنیو په حضور کې د یکشنبې په ورځ د دسمبر په اتمه (لیندۍ ۱۷مه) په علني ډول وشوه.

د انتخاباتو د کمېسیون کمېشنر محمد حنیف دانشیار په پیل کې د غونډې ګډونوالو ته د انتخاباتي ستونزو په تړاو تخنیکي معلومات ورکړل او سیستم ته د هغو ۳۰۰ زره رایو د پورته کولو ننګه یې وکړه، چې یو شمېر انتخاباتي ډلې یې غیربایومتریکه بولي.

ښاغلي دانشیار د انتخاباتو په ورځ په ځینو مرکزونو کې د کمېسیون د کارکوونکو تیروتنې تائید کړې خو وویل: "موږ ولې د خپل یو کارکوونکي د کوچنۍ تیروتنې له امله د افغانستان د خلکو رایې بې‌اعتباره کړو، هو له هغه کس سره چې تیروتنه کړې باید برخورد وشي، خو زموږ د طرزالعمل، قانون او لوایحو په کوم ځای کې ویل شوي، که چېرې دا کار شوی وي، نو رایه بې‌اعتباره شي".

د ثبات او همپالنۍ انتخاباتي ډلې استازو په دې غونډه کې یو ځل بیا د رایو د تفتیش او بیاشمیرنې د پروسې مخالفت وکړ او د کمېسیون له خوا ۳۰۰ زرو رایو ته اعتبار ورکول یې د قانون خلاف وبلل.

د دغې انتخاباتي ډلې مرستیال اسدالله سعادتي وویل چې د انتخاباتو کمېسیون د دغې ستونزې د حل لپاره اراده نه لري او د اعتراض په توګه یې غونډه پرېښوده.

هغه وویل: "تاسې تصمیم نه‌لرئ چې انتخابات وکړئ، تاسې تصمیم لرئ چې تقلب په څوکۍ کښېنوئ او فکر کوم چې دا به ډېره سخته وي".

ښاغلي سعادتي زیاته کړه چې دوی به د انتخاباتو کمېسیون له خوا "په څرګند ډول د قانون ماتولو" په وړاندې خپل تصمیم ونیسي.

خو د غونډې اکثرو ګډونوالو د انتخاباتي کمېسیونونو اقدامات قانوني وبلل او د ابتدايي نتایجو د اعلان غوښتنه یې وکړه. د ثبات او همپالنې ډلې استازي داوود سلطانزوی، چې د یو شمیر ګوندونو په استازیتوب یې هم خبرې کولې، د ثبات او همپالنۍ ډلې اقدامات له "قانون څخه سرغړونه او زورواکي" وبلله.

هغه له کمېسیون څخه وغوښتل چې ژر تر ژره د انتخاباتو نتایج اعلان کړي او زیاته یې کړه: "یوه ډله زیاتې رایې وړي، خلک ورته مسولیت سپاري، نورې ډلې هم دخلکو د رایې ویاړ لري او باید ورباندې ویاړ وکړي، دې ته مدني وطندوستي وايي...نه دا چې زور ویلو ته او د ولایتونو او دروازو تړلو ته، د افغانستان خلک حق لري چې له کمېسیونونو څخه تمه ولري، ترڅو د دې موضوع په اړه ژر تر ژره تصمیم ونیسي".

د رایو بیا شمېرل

د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون په ۲۷ ولایتونو کې د رایو تفتیش او بیا شمېرنه بشپړه کړې ده او د دغو ولایتونو د رایو په تړاو ټول معلومات یې د کمېسیون مرکزي سرور ته پورته کړي دي.

خو په اوو ولایتونو کې اعتراض کوونکو، د انتخاباتو کمېسیون د اقداماتو په غبرګون، چې دوی یې "سازمان شوې درغلۍ" یادوي د کمېسیون ولایتي دفترونه تړلي او د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ابتدايي نتایجو د اعلان په وړاندې یې خنډ جوړ کړی دی.

د انتخاباتو کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني وویل، چې دوی خپل ټول اقدامات د قانون او طرزالعمل په اساس کړي او له معترضو کاندیدانو څخه یې وغوښتل چې په اوو ولایتونو کې کمېسیون ته د رایو د تفتیش او بیا شمېرنې اجازه ورکړي.

اغلې نورستاني ډاډ ورکړ، چې غیربایومتریکه رایې کمېسیون ته د اعبار وړ نه دي او تر اوسه یې شاوخوا ۷۰۰ زره غیر بایومتریکي رایې له سیستم څخه ایستلي دي.

هغې وویل: "موږ ته دې اجازه راکړي، چې موږ اوه ولایتونه هم تفتیش کړو، دا چې وایو تفتیش هغه د دې معنی لري، چې موږ یې تفتیشوو، که غیربایومتریک رایې وي، هغه باطلوو".

تمه وه چې په نننۍ غونډه کې د انتخاباتو کمېسیون او نورې ښکیلې خواوې له انتخاباتي کړکېچ څخه د وتلو پر سر یو توافق ته ورسېږي خو داسې ونشول.

اوس پوښتنه داده که چېرې په اوو ولایتونو کې د کمېسیون دفترونه همداسې تړلي پاتې شي، د انتخاباتو کمېسیون یې په وړاندې څه کولی شي؟

د غونډې ځینو ګډونوالو وړاندیز وکړ چې دا ستونزه باید د عدلي او قضايي بنسټونو له خوا حل شي او ځینو نورو د امنیتي ارګانونو په مداخلې ټینګار درلود، خو د انتخاباتو کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني تیره اونۍ خبریالانو ته وویل، چې نور په تمه نه پاتې کېږي او د اوو ولایتونو له تفتیش پرته د انتخاباتو ابتدايي نتایج اعلانوي.

XS
SM
MD
LG