د یو شمېر بېلا بېلو سازمانونو ایتلاف، چې د طالبانو په حکومت کې له افغانستان څخه د اسیب پذیره افغانانو د اېستلو لپاره کار کوي، د امریکا او نورو هېوادونو څخه د نورو مرستو غوښتنه کړې ده.
د دغه ایتلاف غړو د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره ویدويي کنفرانس درلوده او هغه ته یې ویلي چې له افغانستان څخه د زرګونو نورو کسانو د اېستلو لپاره ډېرو سرچېنو او منابعو ته ضرورت لري.
دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان څخه د بهرنیانو له وتلو وروسته افغانان له سخت اقتصادي او بشري بحران او نا معلوم وضعیت سره مخامخ دي.
د دغه ایتلاف یو غړي پیټر لوسر، چې په افغانستان کې یې هم دنده ترسره کړې، له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې ژر تر ژره اقدام وکړي، ځکه د هغه په خبره ژمی روان دی او افغانان له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
دا خصوصي سازمانونه له افغانستان څخه د اسیب پذیره خلکو په اېستلو او ځای په ځای کولو کې مهم رول لوبوي.
د ایتلاف غړو د امریکا له حکومت څخه مننه وکړه چې په دې برخه کې یې ډېر کار کړی دی خو ټېنګار یې وکړ دغه هڅې کافي نه دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس وویل چې په دې غونډه کې د هغو کسانو په اړه هم بحث وشو چې د امریکا ویزې لري او یا د ویزو لپاره یې غوښتنلیکونه سپارلي دي.
د امریکا د ولسمشر جوبایډن د ادارې تر څار لاندې د «متحدینو د هرکلي ماموریت» په ترڅ کې تر دې د مه له افغانستان څخه ۸۲زره کسان اېستل شوي او امریکا ته انتقال شوي دي.
د امریکا د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزارت وايي په دغو کسانو کې یې لس سلنه د امریکا اتباع او یا هغه خلک وو چې دایمي اقامې یې درلود.
دا وزارت وايي دا مهال د امریکا په یو شمېر داخلي پوځي مرکزونو کې ۶۴۰۰۰افغانان مېشت دي او ۲۶۰۰نور یې بیا نورو هیوادونو کې امریکا ته د راتلو انتظار کوي.