د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له اروپا نه شړل شوي کډوال نه مني


د بهرنیو چارو وزیر نن د ولسي جرګې یوې غونډې ته وویل چېافغانستان د افغان ګډوالو سره د مرستې لپاره په یونان کې سفارت پرانیځي.
د بهرنیو چارو وزیر نن د ولسي جرګې یوې غونډې ته وویل چېافغانستان د افغان ګډوالو سره د مرستې لپاره په یونان کې سفارت پرانیځي.

د افغانستان ولسي جرګې د چهارشنبې په ورځ خپلې عمومي غونډې ته د بهرنیو چارو او د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزیران له یونان او ترکیې څخه په زوره د افغان کډوالو د ایستلو په اړه استجواب کړل.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني د وکیلانود پوښتنو په ځواب کې وویل، په اروپایي هیوادونو کې خپلو سیاسي نمایندګیو ته امرکړی، چې د دغو هیوادونو چارواکو ته ووایي، افغانستان به په زور ددغو هیوادونو څخه شړل شوي افغانان په خپل هیواد کې و نه مني.

ښاغلي رباني وویل " ټولو سیاسي او قونسلي نمایندګیو ته مې امر کړی، که چیرې هیوادونه وغواړي، په زور زمونږ پناه اخیستونکي راستانه کړي، د هغوی امنیتي ساتوونکو ته ویزه صادره نه کړي ".

د بهرنیو چارو وزیر وویل، د جرمني هیواد یوې چارټر شوې الوتکې افغان کډوال د کابل په هوايي ډګر کې کوز کړي وو چې له هغې وروسته حکومت پریکړه وکړه چې دغه ډول الوتکو ته بیا په افغانستان کې د ناستې اجازه ورنکړي.

هغه وویل چې په دغه الوتکه کې له جرمني څخه ۱۲۵ افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې په تیر لمریز کال کې ټول ۱۴۰۹۱ افغانان په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي وو.

د افغانستان د ستندونکو او کډوالو د چارو وزیر سیدحسین عالمي بلخي وکیلانو ته وویل چې اروپایي هیوادونو غوښتل چې دغو هیوادونو ته د ورغلو افغانانو ۴۰ فیصده یې بیرته خپل هیواد ته راوشړي، خو هغه وویل چې افغان حکومت د هڅو له امله تراوسه په اجباري توګه د افغانانو د ستنیدلو مخه نیول شوې ده.

د افغانستان د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزیر د معلوماتو له مخې د ۲۰۱۵ کال ترپایه نږدې ۲۵۰ زره افغانانو په اروپایي هیوادونو کې د پناه غوښتنه کړې وه.

عالمي بلخي وایي چې د ایران او پاکستان پرته چې په کې نږدې ۵.۴ میلیونه افغانان دیره دي، تر ۶۵۸۸۱ تنو پورې نور افغانان په بیلابیلو هیوادونو کې اوسیږي.

د افغانستان د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزیر د وینا له مخې د ۳۵۴۹۶۲ افغانانو له ډلې چې د نړۍ په شتمنو هیوادونو کې د پناه غوښتنه کړې، ۵۹۳۰۱ تنو یې د دغو هیوادونو څخه پناه اسناد ترلاسه کړي دي. ۶۲۱۵۴ تنو ته د اوسیدانې اسناد ورکړل شوي او ۵۷۹۳۰ تنو د امریکا او اسټرالیا په ګډون د لویدیځو هیوادونو تابعیت ترلاسه کړی دی.

د دې غوڼدې یوه برخه د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر په غوښتنه د پټو دروازو شاته د رسنیو د ګډون پرته ترسره شوه.

په نننۍ غوڼده کې اکثرو وکیلانو له بهرنیو هیوادونو څخه په ځانګړې توګه له یونان او ترکیې څخه د افغان کډوالو په زوره ایستل، د نړېوالو منل شوو کنوانسیونونو په خلاف وګڼل او له افغان چارواکو څخه یې وغوښتل چې د افغان کډوالو د ستونو د لرې کولو لپاره لاس په کار شي.

صلاح الدین رباني، وکیلانو ته وویل چې د اروپايي هیوادونو سره د ترکیې د پریکړې څخه به زیات شمیر افغانان زیان و نه ګوري او یوازې په سلګونو افغانان چې د مارچ په وروستیو کې یې د ترکیې له لارې یونان ته سفر کړی اغیزه ولري.

د بهرنیو چارو وزیر وویل، تر اوسه د ۱۲۴ افغان کډوالو مړي چې د یونان او ترکیې تر منځ اوبو کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو، له ترکیې څخه افغانستان ته راوړل شوي دي.

ښاغلي رباني وویل، په یونان کې د افغانستان سفارت جوړولو یو اصلي لامل هم دا وو، چې د افغان کډوالو د ستونزو په هواري کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG