د لاس رسي وړ اتصالات

د علي‌پور د "وسله‌والو او افغان ځواکونو ترمنځ‌ نښته" څېړل کیږي


 د امنیت شورا لخوا بهسود ولسوالۍ ته استول شوی پلاوی
د امنیت شورا لخوا بهسود ولسوالۍ ته استول شوی پلاوی

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې د بهسود ولسوالۍ د پېښې په تړاو د څیړنو لپاره د حکومت یو صلاحیت لرونکی پلاوی میدان وردګو ته رسېدلی دی.

د کورنیو چارو وزارت د جنوري په ۳۰مه ویلي وو چې د میدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او د علي‌ پور د غیر مسوله وسله‌والو ترمنځ په نښته کې د علي‌پور ۹ وسله‌وال وژل شوي او د امنیتي ځواکونو په ګډون ۱۶ تنه ټپیان شوي دي.​

خو د سیمې اوسېدونکو ادعا کړې چې د بهسودو په پېښه کې د علي‌پور کسان نه بلکې ولسي وګړي وژل شوي دي. اوس د ملي امنیت د شورا پلاوی دغه پیښه څېړي.

د امنیت شورا په یو بیان کې ویلي چې د ملي امنیت شورا مرستیال جنرال عبادالله عباد د دغه پلاوي مشري کوي او له تیرې ورځې څخه یې خپلې څیړنې پیل کړي دي.

د میدان وردګو سیمه‌ییز چارواکي وايي چې یاد پلاوي تر اوسه د دغه ولایت له امنیتي چارواکو سره لیدلي او نن به د سیمې له اوسیدونکو او قومي مشرانو سره هم وویني.

د میدان وردګو والي عبدالرحمان طارق امریکا غږ ته وویل: "د پلاوی کار دوام لري او د څیړنو په حال کې دی... د دغو څیړنو په بشپړېدو سره به پلاوی خپلې ټولې موندنې له رسنیو سره شریکې کړي".

د میدان وردګو د ولایتي شورا غړی احمد جعفري چې د دغه پلاوي غړی دی امریکا غږ ته وویل: "لومړنۍ لیدنې له نظامیانو سره دي او له هغې وروسته د یادې قضیې په تړاو د خلکو نظرونه او شکایتونه هم څیړل کېږي".

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د جنوري په ۳۰مه وویل چې د میدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او غیر مسوله وسله‌والو ترمنځ نښته کې د علي‌پور ۹ وسله‌وال وژل شوي او د امنیتي ځواکونو په ګډون ۱۶ تنه ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین وویل چې د میدان وردګو امنیه قوماندان له څو ورځو راهیسې د امنیتي پوستو د تحکیم او د ولسوالیو د امنیه قوماندانانو د معرفي کولو لپاره د دغه ولایت بهسودو ولسوالۍ ته ورغلي، خو په سیمه کې د علي‌پور اړوندو کسانو یې مخنیوی کړی او پر افغان ځواکونو یې ډزې کړي.

XS
SM
MD
LG