د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې په اړه د جرمني د هڅو هر کلی کوو ـ افغان حکومت


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، جرمني د خبرو مېز ته د طالبانو راوستلو په اړه خپلو هڅو ته زور ورکړی دی،دوی یې هر کلی کوي.

د بهرنیو چارو وزارت مسؤلین دا څرګندونې پرداسې مهال کوي چې د افغانستان لپاره د جرمني ځانکړي استازي وړمه ورځ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره وکتل.

طالبانو تېره ورځ وویل، چې دواړو لورو د افغانستان د مسئلې پر سوله ییز هواري او په دې برخه کې د جرمني پر هڅو خبرې وکړې، طالبانو همدارنګه ویلي و چې د جرمني ځانګړي استازي په افغان سوله کې دخپل مثبت رول په اړه ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي د دوشنبې په ورځ د «غوايي پر ۳۰مه» وویل چې د جرمني ترڅنګ هند هم لېوالتیا ښودلې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو زمینې په برابرولو کې رول تر سره کړي.

ښاغلي احمدي وویل:"له ملا برادر سره د جرمني د ځانګړي استازي لیدنه د افغان دولت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته زمینه برابرول و، موږ د ښاغلي پوتزل له هڅو ملاتړ کو، هیله من یو چې ډېر ژر د مخامخ خبرو زمینه برابره شي."

د یادونې وړ ده چې د افغانستان لپاره د جرمنی ځانګړي استازي تېره اونۍ په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره د لیدنې مهال نوموړي ته د سولې د بین‌الافغاني خبرو د کوربه‌توب لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې ډاډ ورکړی و.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، چې مارکوزپوتزل له ملا برادر سره د خپلې لیدنې په اړه ولسمشر غني او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په جریان کې اچولي و، چې ټاکل شوې نوموړی د خپلې لیدنې جزئیات له افغان حکومت سره شریک کړي.

XS
SM
MD
LG