د لاس رسي وړ اتصالات

ممکن له طالبانو سره بله ناسته په چین کې جوړه شي


د سولې د عالي شورا دغه پلاوي د سه شنبې په شپه په مري د طالبانو له دریو استازو سره په لومړي ځل مخامخ خبرې کړي دي.
د سولې د عالي شورا دغه پلاوي د سه شنبې په شپه په مري د طالبانو له دریو استازو سره په لومړي ځل مخامخ خبرې کړي دي.

د پاکستان په اسلام اباد کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو په لومړي رسمي ناسته کې د افغان حکومت پلاوی وايي، ښايي بله ناسته په چین کې وي، او د دوهمې ناستې په اجنډا او وخت هوکړه شوې ده.

د سولې د عالي شورا او افغان حکومت دا پلاوی چې مشري یې حاجي عزیز الله دین محمد کوله، په کابل کې خبریالانو ته وویل پدغه ناسته کې له طالبانو سره په مخامخ څلور ساعته خبرو کې چې د چنګاښ په پنځلسمه اسلام اباد ته څېرمه د مري په ښار کې ترسره شوي، په ګڼو مسائلو لاسته راوړنې لري.

د سولې د عالي شورا او افغان حکومت ددغه پلاوي مشر حاجي عزیز الله دین محمد خبریالانو ته وویل چې په څلور مسئلو توافق شوی دی.

هغه وویل ‪"‬لومړی ټولو ګډونوالو پدې ناسته کې په یوه مثبته هیواد ته د ژمنتیا په فضاء کې د اوسنیو ستونزو د سوله ایز حل په موخه برخه اخېستې وه، دوهم د افغانستان د اسلامي جمهوريت او طالبانو ترمنځ د مخامخ او رسمي مذاکراتو د پروسې پیل او شروع، چې دواړه لوري به یې د امنیت د ټیکاو په موخه په اخلاص پرمخ وړي، درېیم د دواړو خواوو نه د اساسي او عمده مواردو او اندیښنو وړ مسائل په فهرست چې په هره یوه ماده به یې په تفصیل سره بحث او موافقه وشي، د کوچني اختر نه وروسته د بلې ګډې ناستې په نېټه، ځای او اجنډا موافقه.‪"‬

له طالبانو سره د مذاکرې ددې پلاوي مرستیال او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي وویل پدغه ناسته کې د اوربند مسئله نده یاده شوې خو پدې بحث شوی، چې څنګه د اختر په ورځو کې حملې ودرول شي، چې لا هم توافق ته سره ندي رسېدلي.

حکمت خلیل کرزي وویل پدغه ناسته کې د بندیانو مسئله، د ملګرو ملتونو تور لست او د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسئله د طالبانو له خوا یاده شوې ده، او د دوهم پړاوو ناستې لپاره د بحث په موخه په فهرست کې شامل شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین وویل چې د طالبانو لوړ پوړي پلاوي پدغه ناسته کې د طالبانو استازیتوب کړی دی.

هغه وویل چې دغه طالب استازي د کوټې د شورا او د حقاني شبکې د رهبرۍ غړي وو، حکمت خلیل کرزي وویل ‪"‬هغو افرادو سره چې مونږ ناست وو، هغو خپله د طالبانو له مشرتابه څخه اجازه درلوده، دوی د منصور صاحب په اجازه راغلي وو، دا هئیت د کوټې د شورا په اجازه راغلی وو، د قطر دفتر د چا نماینده ګي کوي، د کوټې د شورا او منصور صاحب نماینده ګي کوي، مونږ ته اطمنان راکړل شو، چې دوی باصلاحیته دي.‪"‬

حکمت خلیل کرزي وویل ښايي د طالبانو ترمنځ اختلافات موجود وي، خو په ويناء یې دا د دوی خپله مسئله ده، خو تمه لري، چې له اختر وروسته له نورو زیاترو طالب اړخونو سره کښيني.

د افغان حکومت او د سولې د عالي شورا پدغه پلاوي کې انجنیر محمد عاصم، محمد ناطقي، فیض الله ذکي او فرهاد الله فرهاد هم برخه اخېستې وه.

ددې پلاوي غړي فیض الله ذکي وویل ددې مذاکراتو لوی تفاوت له نورو پخوانيو مذاکرو سره دا دی، چې دا لومړی وار دی چې طالبان مخامخ له افغان حکومت سره مذاکرو ته کښيني.

فیض الله ذکي وویل د دوی له لوري په فهرست دا ځای په ځای شوي، چې د اساسي قانون لومړی او دوهم فصل باندې بحث نه کوي او ددغه قانون په نورو برخو که اختلاف موجود وي، بحث ته چمتو دي.

ددې پلاوي بل غړي محمد ناطقي وویل چې له طالبانو سره د خبرو په فهرست کې د دوی له اړخه د ښځو د حقوقو مسائل او دا تېرو کلونو لاسته راوړنې ځای په ځای شوي دي.

دغه پلاوي د پاکستان له منځګړیتوب نه خوښي ښوده، د ددې پلاوي مشر حاجي دین محمد وویل پاکستان د افغان حکومت سولې غوښتنو ته ځواب ویلی دی.

دغه پلاوي ویل چې تر دې پخوا په نورو ځایونو کې هم له طالبانو سره خبرې شوې وې، ولې هغه غیر رسمي مذاکرې وې

XS
SM
MD
LG