د لاس رسي وړ اتصالات

له ایران څخه تېرکال ٨٠٠ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي


په ٢٠١٨ کال کې نژدې ٨٠٠ زره افغانان له ایران نه بیرته هیواد ته ستانه شوي دي.

دغه افغانان پداسې حال کې له ایران نه په زور او یا رضا وتلي چې پر تهران باندې د امریکا د متحده ایالاتو نویو بندیزونو د ایران د پیسو ارزښت ډیر راټیټ کړی او هغه هیواد یې د انفلاسیون سره مخ کړی دی.

په افغانستان کې د مهاجرت د نړیوال سازمان د ماموریت مشر لورنس هارت، ویلي چې په تیر میلادي کال کې له ایران نه ٧٧٣١٢٥ افغان مهاجر له ایران نه افغانستان ته ستانه شوي چې دا د ٢٠١٧ کال په پرتله ٦٦ فیصده زیاتوالی ښیي.

ښاغلی هارت د فرانسې خبري اژانس ته ویلي "خلک ځکه بېرته راځي چې په سیمه کې په ځانگړې توگه په ایران کې اقتصادي فرصتونه کم شوي دي".

د ٢٠١٨ کال دغه شمیرې له ایران نه افغانستان ته د مهاجرو د بیرته راتگ نوی ریکارډ گڼل شوی دی. دا پداسې حال کې دي چې له پاکستان څخه په ٢٠١٨ ٣٣ زره افغان بیرته هیواد ته ستانه شوي دي.

د کلونو په اوږدو کې افغانانو د ښه کاري او اقتصادي فرصتونو لپاره ایران ته مخه کړې وه او ددې لپاره چې هغه هیواد ته لاړ شي قاچاقبرانو ته یې پیسې هم ورکړي دي. د فرانسې خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د افغانستان نه پاکستان ته په قاچاقي توگه د یو نفر د انتقال بیه د ٣٠٠ نه تر ٥٠٠ ډالرو پورې ده.

د هغو شمیرو له مخې چې د ملگرو ملتونو د مهاجرینو د چارو ادارې د تیر کال د سپتمبر په میاشت کې خپرې کړي د یو نیم میلیون نه تر دوو میلیونو پورې افغانان په ایران کې په غیر قانوني توگه مهاجر دي

په ایران کې په قانوني توگه د اوسیدونکو افغان مهاجرو شمیر یو میلیون کسانو ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG