د لاس رسي وړ اتصالات

شهرزاد اکبر: د ترکیې د غونډې اجنډا په اړه خلکو ته معلومات ندي ورکړل شوي


د ترکیې د غونډې د جوړېدو په درشل کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر د دغې غونډې د اجنډا په اړه له خلکو سره د معلوماتو په نه شریکولو انتقاد کړی دی.

اغلې اکبر دغه راز د ترکیې په غونډه کې د افغان میرمنو او د مدني ټولنې استازو ته په ټیټه کچه د ونډې په ورکولو هم انتقاد کړی او ویلي یې دي چې په دې غونډه کې د نارینه سیاسي مشرانو ګډون د بریا یوازینی فورمول نه دی.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې ویلي: "په لسو ورځو کې د افغانستان د راتلونکي په اړه په ترکیې کې یو کنفرانس جوړېږي، هیچا نه د افغانستان جمهوري ریاست، نه ډاکټر عبدالله، نه ملګرو ملتونو، نه متحده ایالاتو، نه ګډو کوربانو او نه هم طالبانو د اجنډا، له وړاندې ټاکل شویو نتایجو او میکانیزم په اړه عامو افغانانو ته څه نه دي ویلي".

اغلې اکبر همداشان ویلي چې په دغې غونډه کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او د طالبانو د سولې مرکچي پلاویو د رول په اړه هیڅ شفافیت نه دی رامنځ ته شوی.

هغې وویل چې د ترکیې په غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون، مدني ټولنې او د قربانیانو کورنیو ته ځانګړې ونډه په پام کې نه ده نیول شوې.

ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د ترکیې غونډه په روانې اپریل میاشتې کې جوړه شي.

له دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي و چې د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني به په دغې غونډه کې د سولې په اړه خپله طرحه له ګډونوالو سره شریکه کړي. د اساسي قانون ساتنه او دوام او د انتخاباتو له لارې د واک انتقال د دغې طرحې دوه عمده ټکي بلل شوي دي.

XS
SM
MD
LG