د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: طالبان نشي کولای 'د بیگناه خلکو په وژلو' امتیاز واخلي


د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نن د دوشنبې په ورځ د جولای اتمه (چنگاښ ١٧) د وزیرانو شورا په غونډه کې په کابل او غزني کې د طالبانو دوروستیو بریدونو په غبرگون کې وویل چې "ددې کار هدف" د افغانستان د سولې په خبرو کې "امتیاز اخیستل" دي.

هغه زیاته کړه: "د بیگناه خلکو د وژلو له لارې څوک چیرته امتیاز نشي ترلاسه کولای او دا د یو جنایت مسؤلیت اخیستل دي".

د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د اوم پړاو د پیل سره سم کابل او یو شمیر نور ولایتونه د طالبانو د وژونکو بریدگونو سره مخامخ شول چې زیات شمیر ملکي وگړو ته په کې مرگ ژوبله واوښتله.

تیره ورځ په دوحه کې د قطر او جرمني په کوربتوب د بین الافغاني خبرو د پیل سره جوخت د طالبانو ډلې په غزني کې د یوې چاودنې مسؤلیت واخیست چې په کې ١٢ تنه ووژل شول او ١٧٩ نور ټپیان شول چې ماشومان هم په کې شامل وو.

ښاغلي عبدالله په دوحه کې د جرمني او قطر په کوربتوب د افغان سولې په اړه روان بین الافغاني مذاکرات یو مثبت او ښه اقدام بولي او تمه ښيي چې دغه خبرې د افغان حکومت او طالبانو د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي.

د افغان سولې په اړه دغه بین الافغاني مذاکرات پرون یکشنبه پیل شول چې هدف یې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو په اړه د نظرونو او وړاندېزونو شریکول دي.

ښاغلي عبدالله وویل: "تمه داده چې دغه خبرې د دواړو لورو ترمنځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي تر څو سولې ته ورسېږو."

پر همدې مهال په افغانستان کې د جرمني سفیر پتر پوتزیل چې هېواد یې له قطر سره په ګډه د دغه غونډې کوربتوب کوي وايي، تمه ده یادې بین الافغاني خبرې ډېر ژر د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ هم د «بین الافغاني» مذاکراتو زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم په قطر کې د روانو بین الافغاني مذاکراتو په اړه خوشبیني ښکاره کړې وه.

ټاکل شوې یاده دوه ورځنۍ غونډه نن دوشنبه د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسېږي.

د راپورونو له‌مخې د یادې اعلامیې د چمتو کولو لپاره له دواړو خواو نه یو اته کسیزه کمېټه ټاکل شوې، ډاکټر عمر زاخېلوال، حبیبه سرابي، نادر نادري لطف الله نجفي زاده او د طالبانو لخوا امیر خان متقي، مولوي حنفي او مولوي شهاب الدین دلاور شامل دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په دوحه کې خبریالانو ته وویل، چې د یادې غونډې تر پای ته رسېدو وروسته په پام کې ده سبا بېرته د امریکايي او طالب استازو ترمنځ مذاکرات پیل شي.

XS
SM
MD
LG