د لاس رسي وړ اتصالات

افغان پلاوی بین الافغاني غونډه کې د ګډون لپاره قطر ته روان شو


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د افغان سولې په اړه «بین الافغاني» غونډه کې د ګډون په هدف ۵۰ کسیز افغان پلاوی نن شنبه (چنګاښ ١٥) دوحې ته روان شو.

د دوحه کنفرانس بلل شوي افغان سیاستوال او مشران نن د شنبې په ورځ د قطر په یوې ځانګړې الوتکه کې دوحې روان شول.

که څه هم د یاد پلاوي شمېر شااوخوا پنځوس تنه بلل کېږي، خو پر ټولنیزو رسنیو یې د ۳۲ تنو نومونه راغلي چې د افغان چارواکو ترڅنګ د سولې عالي شورا غړي، د ښځو او مدني ټولنو استازي او پخواني طالب چارواکي هم کې شامل دي.

په دغه لېست «نادر نادري، متین بیګ، حضرت عمر زاخېلوال،حکمت خلیل کرزی، ډاکټر رنګین دادفر سپنتا، پخوانی طالب چارواکی ملا عبدالسلام ضعیف، سید منصور نادري، محی الدین مهدي، غیرت بهیر، مولوي عنایت الله بلیغ،حامد ګیلاني، صالح محمد سلجوقي، حاجي دین محمد، انجنیر فرهاد الله فرهاد، ارشاد احمدي، مولوي عطاءالرحمن سلیم، محمد نادر نعیم، شفیع الله نورستاني،جماالدین بدر،قربان علي فصیحي، عبدالهادي رفیعي،مولوي امین الدین مظفري او د ښځو په استازیتوب،اصیلا وردګ، ډاکټر حبیبه سرابي، فوزیه کوفي، انار کلي هنریار، لیلا جعفري،شهرزاد اکبر، ماریا اکرمي،شاه ګل رضايي،جمیله افغان او زینب موحد شامل دي.»

دغه «بین الافغاني» غونډه چې ټاکل شوې سبا یکشنبه د دوو ورځو لپاره د قطر او جرمني په کوربتوب وشي د طالبانو ترڅنګ پکې ۶۴ تنه ګډون کوي.

پر همدې مهال د افغانستان د مدني ټولنو او رسنیو ګډې کمېټې په یوه اعلامیه کې د یادې غونډې له ګډونوالو غوښتي چې ملي ګټو، د حکومت او طالبانو مخامخ خبرو، اوربند او د افغانستان د خلکو له حقوقو څخه دفاع ته لومړیتوب ورکړي.

افغان حکومت تېره اونۍ وویل، چې په دغه غونډه کې د حکومت په استازیتوب کوم چارواکی ګډون نه کوي.

دا غونډه پر داسې مهال کېږي، چې په دوحه کې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالب استازو ترمنځ خبرې نن شنبه له سره پیلېږي.

رویټرز خبري اژانس تر دې مخکې د دو لوړپوړو چارواکو په حواله ویلي و چې یاده غونډه د جګړې د ښکېلو اړخونو ترمنځ د باور فضا رامنځته کولو په هدف تر سره کيږي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې په مسکو کې هم د افغان سولې په اړه دوې بین الافغاني غونډې تر سره شوي دي.

XS
SM
MD
LG