د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د افغانستان نه د بهرنیو قواوو د وتلو مهالویش رد کړ – امریکایي مقام


د امریکایي پلاوي یو غړي چې د طالبانو سره په مذاکراتو بوخت دی ویلي دي امریکایي هیت د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو ثابت مهالویش په "قطعي" توگه رد کړی دی.

دغه امریکایي مقام چې نه یې غوښتل نوم یاد شي د اسوشیتیدپرس اژانس ته وویل: "د امریکا متحده ایالات د طالبانو سره د سولې د معاملې د یوې برخې په توگه د ١٨ میاشتو په ترڅ کې د قواو د ایستلو وړاندیز قطعاً ندی کړی".

له دې دمخه د طالبانو استازو ویلي وو چې د امریکایي مذاکره کوونکو سره چنې وهي چې د سولې له موافقې وروسته د ١٨ میاشتو په ترڅ کې په افغانستان کې میشت ټول بهرني ځواکونو له دې هیواد نه ووځي.

خو دغه امریکایي مقام د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات چې د څه دپاسه یوې اونۍ راهیسې په قطر کې روان دي "ډیر گټور" گڼلي دي. دغه مقام د مذاکراتو په روان پړاو کې د پرمختگونو په هکله نور جزییات ندي ورکړي.

بل خوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي چې د طالبانو سره د تیرو شپږو ورځو خبرې په بې سارې توګه ګټورې وې.

زلمي خلیلزاد په ټویټر کې لیکلي چې د تروریزم سره د مبارزې ډاډ، د عسکرو ایستل، په بین الافغاني خبرو کې ګډون، مذاکرات، تل پاتی او هر اړخیز اوربند هغه څه مهم مسایل دي چې مهم پرمختګ پکې شوی.

خلیلزاد ویلي دي چې د طالبانو د سولې خبرې د بین الافغاني غونډې په خاطر ځنډیږي او د جولای د میاشتې په نهمې به بیرته پیل شي. طالبانو هم ویلي دي چې د مذاکراتو نه خوښ دي او تر اوسه د هیڅ خنډ سره ندي مخ شوي.

د افغانستان د سولې مذاکرات پدې وروستیو اونیو کې په ځانگړې توگه کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو د ناڅاپي سفر وروسته جدي شوي دي. ښاغلي پمپیو په کابل کې هیلهع څرگنده کړه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ روان مذاکرات د سپتمبر تر لومړۍ نیټې پورې یوې نتیجې ته ورسیږي.

همدا اوس د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانگړی استازی زلمی خلیلزاد د طالبانو سره په قطر کې په مذاکراتو بوخت دی.

دغه امریکایي مقام ویلي چې د مذاکراتو اوسنی پړاو هر اړخیز دی او د هغه په وینا "د مذاکراتو د څلورو عمده عناصرو، اوربند، د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالویش، بین الافغاني مذاکرات او د ترهگرۍ ضد ضمانتونه په کې شامل دي."

دا پداسې حال کې دي چې د افغانستان د سیاسي او جهادي څیرو، د حکومت د پخوانیو او یو شمیر اوسنیو چارواکو، د سولې د عالي شورا، د ښځو د استازو، ځوانانو، رسنیو او مدني ټولنې د استازو په گډون یو پلاوی د شنبې په ورځ چنگاښ ١٥ (جولای ٦) له کابل نه قطر ولاړ چې د جولای په ٧ او ٨ د جرمني او قطر په کوربتوب په دوحه کې د طالبانو له استازو سره په یوه غونډه گډون او لیدنه کتنه وکړي.

د افغانستان حکومت ویلي دي چې پدغه غونډه کې گډون کوونکي په خپل شخصي ظرفیت برخه اخلي او څوک د حکومت استازیتوب نه کوي.

XS
SM
MD
LG