د لاس رسي وړ اتصالات

د جګړې د دوو اړخونو ترمنځ باید خبرې وشي- غني


ولسمشر غني په کابل کې خبرې وکړې
ولسمشر غني په کابل کې خبرې وکړې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، سولې ته تر بل هر وخت شرایط برابر شوي چې باید عظیمه استفاده ورڅخه وشي.

ښاغلي غني د چهارشنبې په ورځ د «چنګاښ پر۱۹مه» له «فساد سره د مبارزې په اړه د اروپايي ټولنې پنځم کلني کنفرانس» کې وویل، چې د دغه فرصت له لاسه ورکول به لوی مسؤلیت وي.

هغه زیاته کړه "د مفاهمې او مذاکرې توپیر باید وشي، مفاهمه یوه ټول شموله پروسه ده، ټول ټبرونه په هغه کې شامل دي، خو هدف مند مذاکرات هغه دي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ باید خبرې وشي، موږ د جګړې دوه اړخونه یو چې باید قوت سره خپل مشکلات حل کړو."

هغه همدارنګه وویل، د سولې لار قیر سړک نه دی، بلکې لوړې ژورې او ستونزې لري، چې ورته د رسېدو لپاره یې ټینګه اراده باید موجوده وي.

نوموړي زیاته کړه:"د سولې لار هوار قیر سړک نه دی او زموږ سره مرسدیز بینز نه دی چې په ۱۲۰ رفتار کې ولاړ شو،د سولې لار به لوړې ژوري لري، ستونزې به لري، مګر ټینګه اراده باید موجوده وی چې پر دغه لوړو ژورو باندې تیر سی او سولې ته ورسېږو."

نوموړي زیاته کړه چې خپله د سولې په اړه جدي اراده لري چې څوک یې باید په اړه شک ونه لري.

افغان ولسمشر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي چې د افغان سولې په اړه د قطر«بین الافغاني» غونډه وړمه شپه د یوې ګډې اعلامیې په خپرېدو سره پای ته ورسېده.

په دغه اعلامیه کې د نورو غوښتونو ترڅنګ پر بین الافغاني خبرو ټینګار، د تاوتریخوالې کمېدو او د صفر کچې ته د ملکي مرګ ژوبلې راټیټولو غوښتنه هم شوې وه.

افغان حکومت که څه هم د یادې اعلامیې په اړه ځیني ملاحظات لرل، خو په ټوله کې د یادې اعلامیې په اړه خوشبیني وښودل.

ښاغلي غني د قطر تیري بین الافغاني غونډې ته په اشاره وویل، چې مفاهمه یو ټول شموله پروسه ده، خو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ باید هدفمند مذاکرات تر سره شي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون ناوخته په قطر کې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو ترمنځ اوم پړاو خبرې هم پای ته ورسېدې.

XS
SM
MD
LG