د لاس رسي وړ اتصالات

احمدزی: افغانستان له پاکستان سره د کوارټر فاینل لوبې ته پوره تیار دی


د افغانستان د نوولس کلنو کرکټ لوبډله
د افغانستان د نوولس کلنو کرکټ لوبډله

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله د راوانې جمعې په ورځ ( جنورۍ ۳۱) د کرکټ د ۱۹ کلنو په نړیوال کپ کې د پاکستان د ۱۹ کلنو له لوبډلې سره لوبه کوي.

دا کوارټر فاینل لوبه ده چې ګټونکی یې سیمي‌ فاینل ته وځي. دا لوبه د سویلي افریقا د بینوني ویلیم مور په پارک کې کیږي.

د افغانستان د ۱۹ کلنو د کرکټ د لوبډلې روزونکي رئيس احمدزي د یکشنبې په ورځ د «سلواغې پر۶مه» امریکا غږ ته وویل چې لوبډله یې پوره تیاره ده.

ښاغلي احمدزي وویل: "واقعا چې کوارټر فاینل ده، په زړه پورې میچ به وي. ان شاء الله ډاډه یو. لوبغاړي چې لږ احساسات راکنټرول کړي، دا چې پاکستان سره میچ ده لوبغاړو احساسات لږ زیات وي، پدې څلورو ورځو کې چې مونږ یې لرو په دې به کار وکړو چې هر چا سره چې لوبه کوو، نارمل لوبه به وکړو او له ګټې وروسته خپل احساسات وښيو".

د ۱۹ کلنو د لوبډلې روزونکی رئيس احمدزی وايي چې په درېیو برخو کې به افغان لوبغاړي پدغه لوبه کې ښه وځلیږي، سپين بولینګ ډیر ښه دی، فاسټ بالرانو هم ښه لوبه کړه دې او په بېټینګ کې چې ستونزې وې هغه هم رفعه شوي دي.

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله په ګروپي لوبو کې لومړۍ وه او په خپل ګروپ کې یې کوربه سویلي افریقا او عربي متحده امارات په لوی توپير سره مات کړي وو او وروستۍ لوبه یې له کاناډا سره د باران له امله نه وه شوې.

د پاکستان د نوولس کلنو لوبډله بیا په خپل ګروپ کې دوهمه وه. د افغانستان د نوولس کلنو په لوبډله کې شفیق الله غفاري په سپين بالینګ او ابراهیم ځدراڼ په بېټینګ کې زیات ځلیدلي دي.

شفیق الله غفاري چې لیګ بریکر بالر دی او ښې ګوګلي کوي، په دوو میچونو کې یوولس ویکټې اخیستي او ابراهیم ځدراڼ بیا په دوو لوبو کې ۱۳۹ منډې کړي دي.

XS
SM
MD
LG