د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د امریکا سفیر د غني په خبرو "ناهیلي" څرگنده کړې


په کابل کې د امریکا سفیر جان بس

په کابل کې د امریکا سفارت د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني په وروستیو څرگندونو چې په افغانستان کې یې د امریکا د نړیوالې پراختیا د ادارې د کار موثریت تر پوښتنې لاندې راوړی ناهیلي څرگنده کړې ده.

ښاغلي غني پدې وروستیو کې د ازادۍ رادیو سره په مرکه کې د امریکا د نړیوالې پراختیا د ادارې (یو اس ای آی ډي) پر کار نیوکه کړې او هغه یې "تر ټولو بې کیفایته مرستندویه اداره" گڼلې وه.

ښاغلي غني د افغانستان سره د بهرنیو مرستو او د هغو څخه د ناوړه استفادې د انیښنې په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي وو: "د هر امریکایي ډالر نه له لسو سنټو څخه زیات د افغانستان خلکو ته نه رسیږي. یوه تر ټولو بې کیفایته مرستندویه اداره ده. یو اس ای آی ډي په پنځو کلونو کې یو رپوټ هم ماته ندی راکړی. دا یو موازي بنسټ دی...زمونږ مقرراتو ته طابع ندی".

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس، په پخپله ټویټر پاڼه یو لړ ټویټونه خپاره کړي او په هغه کې یې په افغانستان کې د امریکا د نړیوالې پراختیا د ادارې کارونو ته اشاره کړې ده.

ښاغلي بس لیکلي: "مونږ پدې خاطر چې جمهور رئیس غني د یو اس ای آی ډي، عالي کارونه او په ټول هیواد کې د افغانانو د ژوند د تقویت لپاره زمونږ د همکارۍ د موافقې جزییات له پامه غورزولي، نا امیده یم".

په کابل کې د امریکا سفیر په مشخصه توگه په افغانستان کې د څو پروژو د هغې جملې نه د روغتیا، بریښنا، تجارت او کار موندنې او د ښځو د غښتلي کولو چارې ددې ادارې فعالیتونه په گوته کړي دي.

ښاغلي بس همداشان ویلي چې پدې وروستیو کې د افغانستان او امریکا دولتونو په گډه توگه د امریکا غیر پوځي همکارۍ ارزولي او د هغې نتیجې یې مثبتې گڼلې دي.

ښاغلي غني په پخله مرکه کې ویلي وو چې په وار وار یې د جمهور رئیس ټرمپ نه غوښتي چې د امریکا د نړیوالې پراختیا د ادارې د ارزونې لپاره د کانگرس او مدني بسټونو یو ناپیلې پلاوی افغانستان ته ولیږي.

XS
SM
MD
LG