د لاس رسي وړ اتصالات

غني او مرکل د سولې پر 'بین الافغاني' غونډې غږېدلي


ولسمشر غني له انګلا مرکل سره د لیدنې پرمهال
ولسمشر غني له انګلا مرکل سره د لیدنې پرمهال

د جرمني صدراعظمې انګلا مرکل له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدنه کې د سولې په اړه د افغان حکومت له هڅو څخه ملاتړ اعلان کړ.

دغه لیدنه چې د پنجنشنبې په ورځ د «جنورۍ ۲۳مه» د سویس په داووس ښار کې د «اقتصاد نړیوالې مجمع» په څنډه کې تر سره شوې داوړو لورو د افغان سولې پر بهیر خبرې کړي او اغلې مرکل ویلي چې "هیواد یې د سولې په پروسه کې چې د افغانانو له لوري رهبري او افغانستان په دغه پروسه کې شامل وي، د افغان حکومت له هڅو خپل ملاتړکوي."

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې اعلامیې کې د اغلې مرکل له قوله ویلي: "د المان حکومت لېواله دې چې د افغانانو ترمنځ د دیالوګ کوربتوب وکړي."

د جرمني صدراعظمې همدارنګه زیاته کړې، چې هیواد یې چمتو دی د افغانستان د پراختیا او اقتصاد په ځانګړي ډول د تجدید وړ انرژۍ او کانونو څخه د ملاتړ په برخه کې همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د یوې اونۍ راپدیخوا جرمني د افغان سولې په اړه د «بین الافغاني» مذاکراتو د کوربتوب لپاره هڅې پيل کړي دي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي د افغانستان د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره پخپلې وروستۍ لیدنه کې د «بین الافغاني» غونډې په اړه د چمتووالي خبر ورکړی و.

د ملي امنیت شورا د «جنورۍ پر ۲۰ مه» په یوې اعلامیې کې ویلي و چې ښاغلي مارکوس پوتزل ټینګار کړی و چې هیواد یې د سولې له بهیر سره د همکارۍ په هدف غواړي د «بین الافغاني» مذاکراتو کوربتوب وکړي.

ښاغلي پوتزل ویلي چې هیواد یې غواړي د افغان حکومت او خلکو نظرونه واوري چې څنګه کېدایشي له تير څخه په توپیر په ښه ډول یوه «بین الافغاني» غونډه تر سره کړي.

تر دا مهاله په مسکو کې دوې «بین الافغاني» غونډې چې افغان سیاسیونو او طالب استازو په کې ګډون کړی او بله غونډه په دوحه کې د جرمني او قطر په منځګړیتوب تر سره شوې چې د افغان سیاسیونو او طالب استازو ترڅنګ ځینو افغان چارواکو هم کې ګډون کړی و.

XS
SM
MD
LG