د لاس رسي وړ اتصالات

غني: نور په افغانستان کې څوک د ټوپک په زور حکومت نشي کولی


د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ابتدایي پایلو له اعلان نه څو ساعته وروسته، جمهور رئیس محمد اشرف غني وایي " نور هیڅوک د ټوپک په زور پر خلکو حکومت نشي کولای."

د انتخاباتو په لومړنیو نتایجو کې اشرف غني د ۵۰.۶۴ فیصدو رایو په گټلو سره له نور سیالانو مخکې دی.

ښاغلي غني وویل: "نور څوک د ټوپک پر میلې پر افغانستان حکومت نشي کولی. خام فکرونه چې [گواکې] څوک دې د ټوپک په میلې پر افغانستان حکومت کولای شي، خیال او خوب دی".

جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشخصه توگه د کوم شخص یا ډلې نوم وانخیست او زیاته یې کړه چې: "یو شمیر د موقت حکومت غوښتونکي وو" او پر انتخاباتو یې باور نه درلود.

محمد اشرف غني نورو انتخاباتي ټیمونو ته په خطاب کې وویل چې د لوبې قاعده دې د افغانستان د قوانینو په اساس رعایت کړي او "قانوني" چلند دې وکړي او ژمنه یې وکړه چې ټیم به یې هم د قانون سره سم عمل وکړي.

ښاغلي غني وویل یواځینی انتخاباتي ټیم چې د تروریستي بریدونو سره مخامخ شو د هغه ټیم و.

سره له دې چې ښاغلي غني د ابتدایي نتیجو د اعلان په بنسټ خپله بریا ولمانځله او د خپلو ملاتړو او د افغانستان د ټولو خلکو څخه یې وغوښتل چې هغه ولمانځي او که د انتخاباتو په اړه شکایت لري هغه دې د شکایتونو له کمیسیون سره شریک کړي.

بل پلو د ثبات او همپالنې د انتخاباتي ټیم کاندید عبدالله عبدالله، چې د ابتدایي نتیجو په اساس یې ۳۹.۵۲ فیصده رای گټلې دي د انتخاباتو ابتدایي نتیجې یې له درغلیو ډکې وگڼلې او ویلي یې دي چې هغه نه مني.

XS
SM
MD
LG