د لاس رسي وړ اتصالات

معترضې ښځې: د منیژې خوشې کیدل زموږ د مبارزې پای نه دی


د ښځو د هیلې د کړکۍ د غورځنګ په نوم د معترضو ښځو یوې ډلې د طالبانو په بند کې د نږدې اوو میاشتو تیرولو وروسته د افغان میرمنو د حقونو د یوې فعالې منیژه صدیقي خوشې کیدو ته په غبرګون کې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره یې مبازره پای ته نه ده رسیدلې.

منیژه صدیقي د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د طالبانو د استخباراتو د عمومي ریاست د کارکوونکو له خوا د طالبانو د مشر هبت الله عکس ته د اور اچولو په تور د نیولو وروسته په یو نیم کال بند محکومه شوې وه.

د افغان میرمنو د حقونو فعالانې وايي چې میرمن صدیقي د کوچني اختر د رارسیدلو په مناسبت د طالبانو د مشر د بندیانو د بخښنې د فرمان له مخې د یو شمیر نورو ښځینه بندیانو په ډله کې تیره ورځ د څرخي پله له زندان څخه خوشې شوې ده.

میرمن صدیقي د تیرې پنجشنبې په ورځ اپریل څلورم ( وري ۱۶) د څرخي پله په زندان کې یو خبري کنفرانس ته چې ددغه زندان د ساتونکو له خوا ترتیب شوی و په وینا کې د طالبانو د حکومت څخه غوښتي وو چې خوشې دې کړي چې کوچنی اختر د خپلې کورنۍ د غړو سره یو ځای ونمانځي.

منیژې صدیقي وویل چې په زندان کې شکنجه شوې نه ده او روغتیايي وضعیت یې هم ښه دی. ددې دمخه د بخښنې نړیوال سازمان په یو راپور کې ویلي وو، چې منیژه صدیقي په زندان کې حقوقي او روغتیايي اسانتیاې نه لري. ددغه سازمان ویلي وو: "میرمن صدیقي مدافع وکیلانو، کورنۍ سره په منظم ډول د لیدو کتو او روغتیايي مراقبتونو ته لاس رسی نه لري."

د ښځو دهیلې د کړکۍ غورځنګ په یوه اعلامیه کې چې د یکشنبې په ورځ اپریل اووم ( وري ۱۹) خپره شوې ویلي چې دغه غورځنګ د افغان میرمنو د حقونو د ملاتړ له نورو غورځنګونو سره یو ځای د منیژې صدیقي د خوشې کیدو لپاره کمپاینونه کړي او د هغې په خوشې کیدو خوشاله دی، خو زیاته کړې ده چې مبارزه به یې روانه وي، "ځکه چې اوس هم د افغانستان د ټول نفوس نیمايي یې د خپلو اساسي او انساني حقونو څخه محروم دي".

د ښځو دهیلې د کړکۍ غورځنګ په دې اعلامیه کې د بشري حقونو د نړیوالو سازمانو، ملګروملتونو او د سیمې د هیوادونو څخه غوښتي چې د طالبانو سره چې په دې اعلامیه کې یو مستبده او نامشروع ډله یاده شوې د تعامل پرځای پر هغوی فشار راړوي ترڅو د ښځو پر وړاندې د جنایاتو او ظلم څخه لاس واخلي او په افغانستان کې د جنسیت پربنسټ تبعیض پاې ته ورسوي.

د ښځو د حقونو د ملاتړ ددغه غورځنګ ددغو څرګندونو دمخه د افغان میرمنو د حقونو څو نورو غورځنګونو هم په جلا اعلامیو کې د څرخي د پله په زندان کې د منیژه صدیقي څرګندونو ته غبرګون ښودلی وو او د هغې څرګندونې یې په زندان کې د طالبانو له خوا د یوې بندۍ ښځې څخه د جبري اعتراف اخیستل ګڼلي وو.

د ارغواني شنبې د ورځو غورځنګ په یوه اعلامیه کې ویلي: " [طالبان] د منیژ صدیقي څخه په جبري او بنسټیز شوي اعتراف، چې په خپله ددغې معترضې میرمن لپاره یو ډول روحي شکنجه ده، هڅه کوي چې د افغانستان د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو په منځ کې ویره خپره کړي. په زندان کې د یوې ښځې څخه په جبري ډول اعتراف اخیستل په داسې حال کې چې دا میرمن د څارنې لاندې وي د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو په خلاف دي او ددې ډول اقدام تصور د طالبانو له تروریستي ډلې څخه کیږي."

همداشان د پخپله د ټوکیدلي معترضو ښځوغورځنګ په نوم د ښځو یوې بلې ډلې هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې د منیژه صدیقي څخه اخیستل شوی اعتراف په جبري ډول اخیستل شوی او دا ډول اعتراف اخیستل په داخلي او نړیوالو قوانینو کې نه یوازې دا چې هیڅ اعتبار نلري، بلکې د داسې اعتراف اخیستل جرم هم ګڼل کیږي.

دغه غورځنګ ویلي چې طالبانو د ښځو پر وړاندې د خپلو جنایتونو او د تاوتریخوالي ډکو اقداماتو د پټولو لپاره منیژه صدیقي جبري اعتراف کولو ته اړ کړې وه.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې په افغانستان کې واک ته د رسیدلو وروسته د ښځو په ګډون زیات شمیر د ښځو د حقونو او د بشري حقونو فعالان، د مدني ټولنې غړي او خبریالان په مختلفو وختونو نیولي او په زندان کې اچولي دي.

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د کوچني اختر د رارسیدلو په مناسبت په یو پیغام کې د طالبانو مسوولینو ته په خطاب کې ویلي چې د ظلم او د بې ګناه خلکو د ځورولو څخه دې ځانونه وساتي.

هغه ویلي: " هیڅوک باید ناحقه ازار نشي، که څوک بندي کېږي باید وار له مخه یې ښه پوښتنه وشي چې چا یې بې ځایه شکایت نه وي کړی یا په لږ جرم ډیر تکلیف ورته ونه رسیږي نو احتیاط کوئ چې څوک ناحقه در څخه ازار نشي".

د طالبانو مشر په دغه پیغام کې د خپلو مسوولینو څخه غوښتي چې خلکو سره د زور او زیاتې له لارې د چلند پر ځای دې له نرمۍ څخه کار واخلي او دا ځکه چې طالبانو د مشر په وینا : "په زور خلک نفرت در څخه کوي او په تشویق ملګرتیا او اخلاص درسره کوي".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG