د لاس رسي وړ اتصالات

په یونان کې ۲ افغان زلمیان په ۵ کاله بند محکوم شول


د موریا کمپ د سوځیدو نه وروسته مهاجرین مجبور شول په سړکونو کې شپې ورځې تیرې کړي.
د موریا کمپ د سوځیدو نه وروسته مهاجرین مجبور شول په سړکونو کې شپې ورځې تیرې کړي.

په یونان کې یوې محکمې دوه افغان زلمیان چې د لیس بوس په ټاپو کې د مهاجرینو د ټولو نه په ستر کمپ کې د اور په بلولو تورن شوي وو، په پنځه کاله بند محکوم کړل.

د لیس بوس په ټاپو کې د موریا د مهاجرینو په کمپ کې تیر کال د سپټمبر په میاشت کې اور ولګید چې له همدې کبله په کمپ کې شاوخوا ۱۳ زره کسان چې کورنۍ، واړه ماشومان او امیندواره میرمنې هم پکې شاملې وې، مجبور شول د شنه آسمان لاندې شپې او ورځې تیرې کړي.

د لیسوس په نامه یوه مدني ټولنه چې د پنا غوښتونکو سره حقوقي مرستې کوي، په محکمې کې د دې افغان زلمیانو وکالت کاوه. دې ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي چې د موریا کمپ ته د اور اچولو پر وخت د افغان زلمیانو عمرونه ۱۷ کاله وو.

دې ادارې همدرانګه ادعا کړې چې د محکمې په جریان کې د اعتبار وړ شواهد او ثبوتونه ندي وړاندې شوي او وایي د محکمې د پریکړې په خلاف د استیناف غوښتنه کوي.

د لیسوس ادارې د محکمې په پریکړې مایوسي ښودلې خو زیاتوي چې محکمې اوس هم دې افغان زلمیانو ته سخته سزا نده ورکړې، ځکه چې په یونان کې د اور اچولو جرم لږ تر لږه لس کاله د بند سزا لري.

د موریا په کمپ کې د اور اچولو په تور څلور نور زلمیان هم نیول شوي، خو لا یې محاکمه نده پیل شوې. معلومه نده چې دا زلمیان به هم افغانان وي او که نه.

پدې کمپ کې مهاجرینو وروسته تر هغه اور ولګاوه چې په کمپ کې د ژوند تیرولو د ناوړه شرایطو په هکله یې څو ځله شکایتونه کړي و خو چا یې غږ نه و اوریدلی.

XS
SM
MD
LG