د لاس رسي وړ اتصالات

اصغر افغان: امکان لري چې د آسیا کرکټ کپ وګټو


اصغر افغان وايي افغانستان قوي سپین بالران لري او امکان شته چې د آسیا کپ وګټي
اصغر افغان وايي افغانستان قوي سپین بالران لري او امکان شته چې د آسیا کپ وګټي

د افغانستان د کرکت د ملي لوبډلې کپتان اصغر افغان هیله ښودلې ده چې افغان لوبډله به د ۲۰۲۰ د آسیا کپ سیالیو پایلوبې ته وځي.

ښاغلي افغان چې په کابل کې د ملي لوبډلې د ۲۴ لوبغاړو د روان تمرین په اړه خبرې کولې وویل چې د آسیا کپ او نړیوال جام سیالیو ته یې چمتوالی ښه روان دی.

هغه وايي: " دې ځل ته چې موږ آسیا کپ یا جام جهاني ته ځو، په آسیا کپ کې به زموږ ټارګېټ (هدف) دا وي چې ښې لوبې ترسره کړو او ټیمونو ته ماتې ورکړو. ځکه چې په آسیا کې میچونه (لوبې) دي او تاسو پوهیږئ چې د افغانستان سپینران په نړۍ کې زیات مشهور دي ‌او په ټولې نړۍ کې لګیا دي هغوی خپل لیګ کرکټ کوي. که چېرته ښې لوبې وکړو، نو امکان لري چې موږ اسیا کپ فاینل هم کړو(پایلوبې ته ووځو) او چې ښې لوبې وکړو، ګټل یې هم امکان لري. "

د افغانستان د کرکټ بورډ په رسمي فیسبوک کې د اصغر افغان دا لنډه مرکه خپره شوې ده. ښاغلي افغان وویل چې د افغان لوبغاړو په روان تمریناتی کمپ کې په بېټېنګ او فېلډینګ باندې ډېر تمرکز کیږي.

هغه دا خبره هم وکړه چې په کابل کې د ۳۵ لوبغاړو لپاره د تمرین پلان نیول شوی و خو د کروناویروس د خپرېدو له کبله شرایط بدل شول او دوی هم دا تمرین په ۲۴ لوبغاړو باندې محدود کړ.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان اصغر افغان داسې مهال د آسیا کپ د ګټلو هیله کړې ده چې د کروناویروس له کبله لا د دغو سیالیو د کېدو او نه کېدو په اړه نهايي پرېکړه نه ده شوې. ټاکل شوې وه چې دا سیالۍ د اکتوبر په میاشت کې وشي.

د آسیا کپ په سیالیو کې هند، پاکستان، بنګله دېش، سریلانکا، افغانستان او د کرکټ د نړیوالې شورا د دویمې درجې یو بل اسایي لوبډله لوبیږي.

افغانستان په تېر اسیا کپ کې بنګله دېش او سریلانکا ته ماتې ورکړې وه،‌ له هند سره یې لوبه مساوي کړې وه او پر پاکستان یې بایللې وه.

XS
SM
MD
LG