د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان د یونیسف د ښه نیت سفیر شو


د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ نړیوالې ادارې یونیسف افغان کرکټ ستوری راشد خان د افغانستان لپاره د ښه نيت ملي سفير ټاکلی دی.

یونیسف ادارې د چهارشنبې په ورځ د «کب پر ۲۹مه» په یوې اعلامیې کې ویلي چې د کرکټ دغه مخکښ لوبغاړی به په افغانستان کې د هر ماشوم حقونو ته پرمختګ ورکړي.

د یونیسف په اړه اعلامیه کې په دې اړه ویل شوي:"د کرکټ مخکښ لوبغاړی، راشد خان نن په افغانستان کې د يونيسف ادارې د ښه نيت ملي سفير په توګه اعلان شو."

بیان وايي چې شل کلن راشد خان به د يونيسف ادارې سره د نجونو تعليم د ودې، د خوارځواکۍ او ګوزڼ ناروغۍ په له‌منځه وړلو او د واکسين پوښښ د کچې په لوړولو کې مرسته وکړي.

افغان کرکټ ستوري راشد خان هم خوښي ښودلې او هیله یې څرګنده کړې چې د ښې راتلونکې لپاره یو مثبت بدلون راولي.

نوموړي ویلي:"د وياړ ځای دی چې په افغانستان کې د يونيسف ادارې لپاره د ښه نيت ملي سفير په توګه ونومول شوم،ما تل غوښتل چې د روغتيا، زده کړې او تغذيې په مسايلو کې د ماشومانو د ژوند په ښه کولو کې ښکېل اوسم او يونيسف راته دا ښه زمينه مساعده کړه، زه دې کار ته لېواله يم او هيله لرم چې د ښې راتلونکې لپاره يو بدلون راولوو."

په افغانستان کې د یونیسف ادارې استازې ادېل خضر هم د یونیسف کورنۍ ته د ښاغلي راشد خان پر راتګ خوښي ښودلې او هغه ته یې ښه راغلاست ویلی،"نن ډېره خوښي احساسوم چې راشد خان ته د يونيسف په کورنۍ کې ښه راغلاست وايم."

نوموړې ویلي:"راشد خان پخوا هم د ماشومانو حقوقو ته ژمن او په راتلونکې کې به هم د يونيسف او د افغانستان د ماشومانو لپاره به ارزښتمنه شتمني وي او همدا ډول هيلو او ارمانونو ته چې له دې پرته انسان ژوند نشي کولای، دوام ورکړي، موږ په يونيسف کې پدې باوري يو چې نن په زده کړه، ښېګڼه او د ماشومانو په ساتنه کې پانګونه د يو سوله ايز، باثباته او پرمختللي افغانستان لپاره اړينه ده."

د یونیسف د معلوماتو له‌مخې په ورستیو کلونو کې له پرمختګونو سره سره لا هم په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان ښوونځي ته له تلو بې برخې دي چې ۲.۲ میلیونه نجونې دي.

دغه ادارې همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې ۶۰۰زره ماشومان چې عمرونه یې له پنځه کلونو کم دي، په جدي خوارځواکۍ اخته دي، او شاوخوا دوه میلیونه نور ماشومان په داسې خوارځواکۍ اخته دي چې د عمر په تناسب یې قدونه ټیټ پاتې دي.

د بیان له‌مخې راشد خان له يونيسف ادارې سره له تېرو دوو کلونو را پدېخوا د ماشومانو اړوند مسايلو او په تېره بيا د ګوزڼ ناروغۍ په له منځه وړلو کې همکاري کوي.

افغان کرکټ ستوری راشد خان
افغان کرکټ ستوری راشد خان

راشد خان، لومړی افغان چې ټسټ لوبه کې پنځه لوبغاړي سوځوي

راشد خان؛ لومړی افغان چې په ۲۰اوریزو سیالیو کې هېټرېک کوي

راشد خان د کرکټ نړیوالې شورا د کال غوره لوبډله کې راغلی

راشد خان په ۲۰۱۸ کال کې په ۱۹ کلنۍ کې د تر ټولو کوچني لوبډلمشرۍ ريکارډ مات کړ.

د همدې کال په جنورۍ میاشت کې د کرکټ نړیوالې شورا «ای سي سي» لخوا د غوره لوبغاړي جایزه ورکړل شوه او د همدې ۲۰۱۸ کال په فبرورۍ کې نوموړي ته د یو ورځنیو نړیوالو لوبو په درجه بندۍ کې د کم عمره غوره توپ اچوونکي لقب ورکړل شو.

XS
SM
MD
LG